صنعتي پانګه‌والو ستونزو ته د حل ډاډ؛ د ننګرهار وادي کرنيز شرکت اجرائيوي رییس له فابریکو لیدنه وکړه

mail-admin
شنبه ۱۴۰۴/۳/۲۴ - ۱۰:۲۵
صنعتي پانګه‌والو ستونزو ته د حل ډاډ؛ د ننګرهار وادي کرنيز شرکت اجرائيوي رییس له فابریکو لیدنه وکړه

د ننګرهار وادي کرنيز شرکت اجرائيوي رییس سید محمد نعیم محمدي د کرنې، مالدارۍ او تولیداتو خونې له رییس الحاج اجمل رحماني سره یوځای د هډې فارم دویم بلاک کې د دې شرکت پر ځمکه جوړو شویو بېلابېلو صنعتي فابریکو څخه له نږدې لیدنه وکړه.
په دې لیدنه کې له څو مهمو فابریکو لکه افغان دوست، ګهیځ ننګرهار (بسکویټ جوړونه)، مومند (عطر تولید)، چرګانو فارم، مساله جات، او معدني اوبه څخه تفصیلي کتنه وشوه، او د تولید بهیر، تخنیکي چارو او د پانګه‌والو اسانتیاوو ته پاملرنه ترسره شوه.
د فابریکو مسؤلینو د قراردادونو، اجارو، او نورو حقوقي او اداري ستونزو په اړه خپلې اندېښنې له اجرائيوي رییس سره شریکې کړې. دوی له مسؤلینو وغوښتل، چې د پانګه‌والو د دوامدار فعالیت لپاره قانوني وضاحت، دوامداره همکاري، او اسانتیاوې برابرې شي.
د ننګرهار وادې کرنیز شرکت اجرائيوي رییس سید محمد نعیم محمدي د صنعتکارانو اندېښنو ته د پام وړ ځوابونه ورکړل، او ډاډ یې ورکړ چې یادې ستونزې به د قانون مطابق او عادلانه ډول حل شي. نوموړي وویل، چې د پانګه‌والو ملاتړ د شرکت له اساسي تګلارو څخه دی او هر اړخیزه همکاري به روانه وساتل شي.
په پای کې، د کرنې، مالدارۍ او تولیداتو خونې رییس الحاج اجمل رحماني د پانګه‌والو په استازولۍ د ننګرهار وادي کرنيز شرکت له اجرائيوي رییس څخه مننه وکړه، چې د صنعتکارانو ستونزې یې له نږدې واورېدې، او د حل لپاره یې عملي اقدامونه پیل کړل.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۴/۸/۱۰ - ۱۷:۳۶
Background image

د کرنې وزارت وياند د کندهار ولایت د ارغنداب ولسوالی د انارو بڼونو څخه لیدنه وکړه

 

۱۰ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۰ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اطلاعاتو او عامه پوهاوی رییس او ویاند مولويشېر محمد حاتمي، کندهار ولایت ته د خپل سفر پر مهال د دغه. . .

شنبه ۱۴۰۴/۸/۱۰ - ۱۲:۵۴
Background image

دکندهار و لایت د کوه‌کران څېړنیز فارم بریالۍ څېړنې


۱۰ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۰ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د کندهار ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وايي، چې د یاد ولایت کوه‌کران څېړنیز فارم، چې په ۱۳۹۹ هـ.ش کال کې د کندهار ښار په. . .

شنبه ۱۴۰۴/۸/۱۰ - ۱۲:۵۰
Background image

د کرنې وزارت وياند د کندهار د کوه‌کران څېړنیز فارم څخه ليدنه


۱۰ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۰ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اطلاعاتو او عامه پوهاوی رییس او ویاند مولوي شېر محمد حاتمي، کندهار ولایت ته د خپل سفر پر مهال د دغه. . .

بازگشت