صفر انرژۍ سړې خونې (کچالو او پیاز)

د کرنیزو محصولاتو مدیریت د پروژې په اډانه کې د کچالو او پيازو زېرمتونونو د جوړولو جزییات!

د کچالو او پیازو صفر انرژۍ زېرمتونونه جوړول

د کرنې وزارت د کرنیزو تولیداتو د ښه مدیریت په پار، د کچالو او پیازو د زرګونو صفر انرژۍ سړوخونو د جوړولو پروګرام په لاره اچولې ده.

دغه وزارت د څه باندې ۱.۵ میلیارډه افغانیو په لګښت د پیازو د ۲۰۷ صفر انرژۍ زېرمتونونو او د څه باندې ۱.۴ میلیارډه افغانیو په لګښت د کچالو د ۴۰۷ صفر انرژۍ زېرمتونونو په جوړولو سره د زرګونه مټریک ټنو پیاز او کچالو د ساتنې زمینه برابروي. د پیاز او کچالو دغه زېرمتونونه د پنځه او لس ټنو په وړتیا سره جوړیږي.
هغه بزګران چې غواړي یاد سړې خونې ورته جوړ شي، د غوښتنې د ثبت ترڅنګ یوازې د لګښت ۱۰ سلنه هم باید ورکړي.
د دغو زېرمتونونو د جوړولو په لړ کې زرګونو کسانو ته د لنډمهالې دندې ترڅنګ دیادو زېرمتونونو د جوړولو تر بشپړېدو وروسته په هره زېرمه تون کې درېوو کسانو ته د تلپاتې دندې زمینه برابریږي. دغه زېرمتونونه په هغو ولایتونو کې چې ډېر پیاز او کچالو تولیدوي جوړیږي او د زرګونه  ټنه پیاز او کچالو د خوساکېدو مخه نیسي.
ددغو زېرمتونونو جوړول په بازار کې د یادو محصولاتو ثابتې او ښې بیې ساتلو ترڅنګ، د بزګرانو اقتصادي وده او د کورنیو محصولاتو د پراخ ملاتړ لامل کیږي.

انفوګرافیکونه:

دایکندی سړی خوني

 

د کرنیزو محصولاتو مدیریت پروژه، هرات کې د پیازو زېرمتونونه جوړول

 

د تخار په ولایت کې د پیاز او کچالو زېرمتونونه جوړول

 

میدان وردګ کې د پیازو او کچالو ۱۴۳ زېرمتونونه ګټې اخیستنې ته وسپارل شول

لینکونه: