شمالي ولایتونو کې له کډوالۍ راستنو شويو کډوالو ته د غنمو او نغدو پیسو د وېش بهیر

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۱ - ۱۲:۶
جریان توزیع گندم و پول نقد برای مهاجرین عودت‌کننده در ولایت‌های شمال کشور

۲۱ سلواغه ۱۴۰۴ه‍.ش
۲۲ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د هېواد په شمالي ولایتونو کې له کډوالۍ راستنو شويو کډوالو ته د خوراکي غنمو او نغدو پیسو د وېش بهیر په منظم، شفاف او همغږې بڼه روانه ده. دغه بهیر د اسلامي امارت د مشرتابه عاليقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله تعالی د هدایت پر بنسټ او د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري له لوري پرانیستل شوی دی.
د چارواکو د معلوماتو له مخې، یاد بهیر د بغلان، سمنګان، کندز، تخار، بدخشان، فاریاب، جوزجان، سرپل او بلخ په ولایتونو کې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د ګومارل شوي پلاوي تر څار لاندې، د یاد وزارت د غله‌جاتو د پراختیا رییس مولوي مصباح‌الدین مستعین په حضور او د ځایي ادارو په همکارۍ تطبیقېږي. په ځینو ولایتونو کې هرې مستحقې کورنۍ ته پنځه بوجۍ خوراکي غنم او پنځه زره افغانۍ نغدي پیسې وېشل شوې دي.
له یادو مرستو څخه له کډوالۍ راستانه شوي برخمن شويو کډوالو وېش په پروسه کې د شفافیت او نظم څخه خوښي څرګنده کړه او ویې ویل، چې دا مرسته د ژمي په موسم کې د دوی د کورنیو ځینې اساسي اړتیاوې پوره کولی شي.
د راستنو شويو کډوالو د شمېر د زیاتوالي او د ژمي په موسم کې د هغوی د معیشتي ستونزو د ډېرېدو له امله، د افغانستان اسلامي امارت مشرتابه د زیانمنو قشرونو د ملاتړ په موخه د خوراکي او نغدي مرستو د وېش پروګرام پیل کړی دی. یاد بهیر د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې دوام لري او موخه یې د خوراکي توکو د اړتیاوو پوره کول او د ټولنیز یووالي پیاوړتیا ده.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۱ - ۱۲:۶
Background image

شمالي ولایتونو کې له کډوالۍ راستنو شويو کډوالو ته د غنمو او نغدو پیسو د وېش بهیر

۲۱ سلواغه ۱۴۰۴ه‍.ش
۲۲ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د هېواد په شمالي ولایتونو کې له کډوالۍ راستنو شويو کډوالو ته د خوراکي غنمو او نغدو پیسو د وېش بهیر په منظم، شفاف او همغږې بڼه روانه ده.. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۱ - ۹:۲۹
Background image

ننګرهار کې له کډوالۍ راستنو شویو کورنیو ته د غنمو او نغدي مرستو د وېش بهیر پیل شو

۲۰ سلواغه ۱۴۰۴ه‍.ش
۲۱ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د عاليقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله د فرمان پر بنسټ، په ننګرهار ولایت کې له کډوالۍ نویو راستنو شویو کورنیو لپاره د غنمو او نغدي مرستو د وېش. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۱ - ۹:۲۹
Background image

د کرنې وزارت له لوري په هلمند کې له کډوالۍ راستانو شویو څه باندې ۱۲۰۰ کورنیو ته د مرستو بهیر پای ته ورسېد

۲۱ سلواغه ۱۴۰۴ه‍.ش
۲۲ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر عطاءالله عمري له لوري له کډوالۍ د راستنو شويو کډوالو د مرستو د وېش بهیر، چې څه موده وړاندې د هلمند په. . .

بازگشت