سږکال د غنمو ۱۳۰۰ ننداریزې قطعې جوړ شوي دي

mail-admin
چهارشنبه ۱۳۹۹/۷/۳۰ - ۱۵:۳۱
سږکال د غنمو ۱۳۰۰ ننداریزې قطعې جوړ شوي دي


۳۰ تله ۱۳۹۹
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د روان مالي کال په ترڅ کې د هېواد په ۳۴ ولایتونو کې د غنمو یوزر او ۳۰۰ ننداریزې قطعې جوړ کړي دي. دغه ننداریزې قطعې هر یوه یې په یوه جریبه ځمکه کې جوړه شوې ده.
دغه راز سږکال د بغلان، بلخ، هرات، کونړ، کندز، لغمان، ننګرهار او تخار په ولایتونو کې د شولې ۸۲۰ ننداریزې قطعې هم جوړې شوي دي. د شولې دغه ننداریزې قطعې هر یوه یې په یوه جریبه ځمکه کې جوړه شوې ده.
په ورته وخت کې سږکال د کابل، کاپیسا، پروان، پنجشېر، لوګر، فاریاب، جوزجان، سرپل، بلخ، سمنګان، بغلان، کندز، تخار، بدخشان، هرات، بامیان، دایکندي، ننګرهار، کونړ او لغمان په ولایتونو کې د سویابینو ۳۰۰ ننداریزې قطعې هم جوړ شوي دي.
دغه ننداریزې قطعې د غنمو، شولو اوسویابینو د عصري کرکېلي د دودولو په پار جوړ شوي دي.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۳۹۹/۹/۵ - ۱۴:۴۴
Background image

لغمان کې د لیمو بڼونه او حاصلات ډېر شوي

۵ لیندۍ ۱۳۹۹
د لغمان ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي چې، په دې وروستیو کلونو کې په دې ولایت کې د لیمو بڼونه او حاصلات ډېر شوې او مخ پر وده روانه ده.
د لغمان د کرنې رییس. . .

چهارشنبه ۱۳۹۹/۹/۵ - ۱۴:۳۷
Background image

د بڼوالۍ ځنځیري ارزښت د پراختیا پروژې له خوا په څلورو ولایتونو کې د ۱۸۶ ممیزخونو جوړول

۵ لیندۍ ۱۳۹۹
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت اړوند د بڼوالۍ ځنځیري ارزښت د پراختیا پروژه «HVCDSP» د کرنیزو محصولاتو مدیریت د پروژې په اډانه کې د کابل، پکتیکا، لوګر او غزني په. . .

چهارشنبه ۱۳۹۹/۹/۵ - ۱۴:۸
Background image

ارزګان کې پر لس زره او ۶۶۰ بزګرانو د غنمو اصلاح شوي تخمونه وېشل کیږي

۵ لیندۍ ۱۳۹۹
د ارزګان دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست ددې ولایت پر بزګرانو د غنمو د اصلاح شویو تخمونو د وېش لړۍ پیل کړی دی.
په دې لړۍ، کې د ارزګان ولایت په کچه پر لس زره او ۶۶۰. . .

بازگشت