سمنګان ولایت ته د کرنې وزارت د پلاوي سفر

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۶/۲۷ - ۱۳:۳۰
سمنګان ولایت ته د کرنې وزارت د پلاوي سفر

٢۷ وږي ۱۴۰۲ه‍.ش
۳ ربیع‌الاول ۱۴۴۵ه‍.ق
سمنګان ولایت ته د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت راغلي پلاوي دغه ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د سمنګان ولایت د کرنې ریاست له کارکوونکو سره وکتل.
په دې کتنه کې د اطلاعاتو او عامه پوهاوي ریيس مولوي مصباح الدين مستعین، د سمنګان ولايت د کرنې رییس مولوي عبدالمنان اسلمي تاتار، د بغلان ولايت د کرنې رییس قاری محراب الدین بلال، د وزارت د مقام سلاکار ميرويس خوګياڼي او د سمنګان ولایت  د مرکز او ولسواليو کارکوونکو حضور درلود.
د اطلاعاتو او عامه پوهاوي رییس مولوي مصباح الدین مستعین وویل، چې د افغانستان د اسلامي امارت موخه د افغانستان دردېدلي ولس ته د خدمتونو وړاندې کول دي. هغه زیاته کړه: «امارت هڅه کوي چې خلکو ته اسانتیاوې برابرې کړي، د سالنګ تونل بیارغونه، د قوش تیپې کانال رغول، د هېواد په کچه د معتادینو او سوالګرو راغونډول په ټوله کې د اسانتیا او مثبت بدلون د راوستلو لپاره د امارت د کارونو بېلګې دي. اوس راغلي یو، چې ستاسو پیغام واورو او دکرنې وزارت د مشرتابه پیغام تر تاسو ورسوو.»
 ورپسې دکرنې وزارت د مقام سلاکار میرویس خوګیاڼي خبرې وکړې او ویې ویل: «سمنګان یو له حاصلخیزو ولایتونو څخه دی، د بڼوالۍ، کرنې او مالدارۍ لپاره ښه بستر لري، موږ دې ولایت ته د دې لپاره راغلي یو چې په بېلابېلو برخو لکه دچکډمونو جوړول، څارویو ته د علوفې برابرول، د موسمې اوبو مدیریت، په کرونده کې د اوبو تنظیم، د ځمکې بېرته راګرځول، د حیواني ناروغیو او د نباتاتو د آفتونو مخنیوی، او د کم عاید لرونکو نباتاتو لپاره د بدیلونو پیدا کول په برخه کې دکرنې وزارت لومړیتوبونه تشریح کړو او دغه راز په یادو برخو کې ستاسو نظرونو ته ځآی ورکړو.»
په پای کې د سمنګان ولایت د کرنې ریاست د ځمکو چارو آمر مولوي ولي شاه بیګ د ځنګلونو د ساتنې، د ځمکې د مدیریت، دننداریزو کروندو جوړولو او د څړځایونو د ساتنې په برخه کې خپل نظریات او وړاندیزونه شریک کړل.

سفر هیئت وزارت زراعت به ولایت سمنگان
۲۶ سنبله ۱۴۰۲ هــ.ش
هیئت اعزامی وزارت زراعت، آبیاری و مالداری به ولایت سمنگان در جریان سفر به آن ولایت نشستی را با کارمندان ریاست زراعت ولایت سمنگان دایر نمودند. 
در این نشست مولوی مصباح‌الدین مستعین رئیس اطلاعات و آگاهی‌عامه، مولوی عبدالمنان اسلمی تاتار رئیس زراعت ولایت سمنگان، قاری محراب الدین بلال رییس زراعت ولایت بغلان، میرویس خوگیانی مشاور مقام وزارت و کارمندان مرکز و ولسوالی‌های سمنگان حضور داشتند.
مولوی مصباح‌ الدین مستعین رئیس اطلاعات و آگاهی‌عامه هدف امارت اسلامی افغانستان را عرضه خدمت به مردم زجر دیده افغانستان عنوان نمود علاوه کرد"امارت در مجموع تلاش دارد تا به مردم سهولیت بیاورد، بازسازی تونل‌ سالنگ، ساخت کانال قوش تیپه، جمع آوری معتادان و گدایان در سراسر ملک نمودنه‌ای از کارهای امارت می‌باشد تا در زندگی مردم سهولت و تغیر مثبت بیاورید، حال آمدیم تا پیام شما را بشنویم و همین گون پیام رهبری زراعت را به شما برسانیم".
بعد از آن میرویس خوگیانی مشاور مقام وزارت به ایراد سخن پرداخته گفت:" سمنگان از ولایت‌هایی حاصل‌خیز است، بستر خوبی برای باغداری، زراعت و مالداری دارد،  به این ولایت آمدیم تا اولیت‌های وزرات زراعت در بخش‌های مختلف؛ اعمار چکدم‌ها، تهیه علوفه، مدیریت آب‌های موسمی، تنظیم آب در مزرعه، استرداد زمین‌ها، جلوگیری از امراض حیوانات و آفات نباتات و  ایجاد بدیل  برای نباتات کم درآمد می‌باشد را بیان نمایم و همچنان نظریات شما را  در آن بگنجانیم".
در اخیر هم مولوی ولی شاه بیگ آمر اراضی اداره زراعت سمنگان نظریات و پیشنهادات خویش را در قسمت حفاظت از جنگلات، مدیریت اراضی، ایجاد قطعات نمایشی و حفاظت از علفچر شریک ساخت.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۳/۹/۸ - ۱۱:۵
Background image

خوست کې د لرګیو د ضبط او قاچاق د مخنیوي څارنه

۸ لېندۍ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۶ جُمَادَى الأول ۱۴۴۶ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اوبولګولو او طبیعي سرچینو مرستیال مولوي باز محمد فیضان، د خوست ولایت په بېلابېلو سیمو کې د لرګیو د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۹/۸ - ۱۰:۴۸
Background image

د ځنګلونو د حفاظت او د بیا احیا کولو  په پار د هڅو دوام

۸ لېندۍ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۶ جُمَادَى الأول ۱۴۴۶ه‍.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د اوبو لګولو او طبیعي سرچینو مرستیال مولوي باز محمد فیضان، خوست ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د ځنګلونو د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۹/۸ - ۱۰:۴۲
Background image

د باغ داود سيمې د کورونو د سروې چارې پیل شوې

۸ لېندۍ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۶ جُمَادَى الأول ۱۴۴۶ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اراضۍ ادارې د غیر رسمي ښاري سيمو د ثبت رياست مسوولينو او کارکوونکو لخوا د کابل ولايت په پنځمه حوزه او. . .

بازگشت