سرپل کې د ورځې څه باندې یو ټن د کونځلو غوړي تولیدېږي

mail-admin
چهارشنبه ۱۳۹۹/۱۱/۲۹ - ۱۴:۳۰
سرپل کې د ورځې څه باندې یو ټن د کونځلو غوړي تولیدېږي

۲۹ سلواغه ۱۳۹۹
د سرپل د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وايي، چې په دې ولایت کې د کونځلو غوړیو تولید د ورځې ۱.۳۸ مټریک ټنو ته رسېږي.
د سرپل ولایت د کونځلو غوړیو د تولید سږني کچه ۵۰۲ مټریک ټنو ته رسېدلې ده.
د کونځلو د برخې کارېګر وایي، چې د کونځلو غوړي په دوه ډوله دودیزه او عصري ډول د کوچنیو ماشینونو په واسطه تولیدېږي.
د کونځلو تولید شوي غوړي، د سرپل ولایت د اړتیاوو پوره کولو ترڅنګ، ګاونډیو ولایتونو لکه جوزجان او بلخ ته هم صادرېږي.
په همدې حال کې د کرنې وزارت د احصایې او مالوماتو شمېرې ښیې، چې د روان کال په شپږو میاشتو کې د ۳۱ زره او ۶۲۹ ډالرو په ارزښت د کونځلو غوړي له هېواده بهر صادر شوي دي. اټکل کېږي، چې د کال تر پایه د کونځلو غوړیو د صادراتو په کچه کې د پام وړ زیاتوالی راشي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۶ - ۱۱:۲۹
Background image

د خوست ولایت فموکیشن مرکز څخه لیدنه وشوه  

۶ مرغومې ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۴ جُمَادَى الثاني۱۴۴۶ه‍.ق
د خوست ولایت کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د کرنیزو چارو آمر مولوي اسلم خان منیب او د ترویج کارمند نظیف الله د فموکیشن مرکز څخه لیدنه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۶ - ۱۰:۲۹
Background image

د هلمند د کرنې رییس مرکزي ګدامونو کې د زېرمه شوو غنمو څخه لیدنه وکړه 

۶ مرغومې ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۴ جُمَادَى الثاني۱۴۴۶ه‍.ق
د هلمند ولایت د کرني، اوبولګولو او مالدارۍ رییس الحاج مولوي نیازمحمد وهاج مرکز لښکرګاه کې د زېرمه شوو غنمو څخه له نږدې لیدنه وکړه.
ددغې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۶ - ۹:۰
Background image

هلمند کې د ونو افتونو او ناروغیو مخنیوي په پار کمپاین پیل شو

۶ مرغومې ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۴ جُمَادَى الثاني۱۴۴۶ه‍.ق
د هلمند ولایت دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست، د کرنیزو چارو آمریت اړوند د بوټیو ساتنې او قرنطین مدیریت له خوا د ګرشک ولسوالی په بېلابېلو. . .

بازگشت