زابل کې پر بزګرانو د غنمو ۲۲۸ مټریک ټنه اصلاح شوي تخمونه وېشل کیږي
۳ لیندۍ ۱۳۹۹
د زابل ولایت پر څلور زره او ۵۶۰ بزګرانو ۲۲۸مټریک ټنه د غنمو اصلاح شویو تخمونو د وېش لړۍ پیل شوه.
د زابل ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي، چې ددې ولایت په مرکز او ټولو ولسوالیو کې په څلور زره او ۵۶۰ بزګرانو ۲۲۸ مټریک ټنه د غنمو اصلاح شوي تخمونه، د سبسایډي په ډول د برخمن شویو بزګرانو په ۴۰ او د کرنې وزارت په ۶۰ سلنه لګښت وېشل کیږي، چې ورسره به ددې ولایت په زرګونه جریبه ځمکه کې د غنمو اصلاح شوي تخمونه وکرل شي.
د زابل ولایت د کرنې ریاست زیاته کړه، چې د دغو اصلاح شویو تخمونو د وېش موخه په دې ولایت کې د غنمو د حاصلاتو زیاتوالی او د بزګرانو ملاتړ دي.