زابل کې شپږ سلفرخونې ګټې اخیستنې ته وسپارل شول
د زابل دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي، چې ددې ولایت د بزګرانو او بڼوالو د ملاتړ او دوی ته د چوپړتیاوو وړاندې کولو په پار د زابل ولایت په کچه د شپږ سلفرخونو جوړولو چارې بشپړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شول.
په دې اړه جوړه شوې غونډه کې دزابل سیمه ییزو چارواکو او او د زابل د کرنې ریاست استازو ګډون درلود.
د چارواکو په خبره دغه سلفرخونې د کرنې وزارت د پراختیایي بودیجې څخه رغول شوي دي، چې موخه یې بزګرانو او بڼوالو ته اسانتیاوې برابرول دي.