راتلونکې برنامې باید په خورا اغېزمنتوب پلي شي

mail-admin
یکشنبه ۱۳۹۹/۶/۳۰ - ۱۵:۳۲
برنامه‌های آینده باید با مؤثریت بیش‌تر تطبیق شود


۳۰ وږی ۱۳۹۹
دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت سرپرست او نوماند وزیر ډاکټر انوارالحق احدي؛ نن د اوبولګولو او طبیعي سرچینو معینیت ته ولاړ او ددې معینیت د تشکیل، فعالیتونو او کاري پلانونو په هکله معلومات تر لاسه کړه.
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اوبولګولو او طبیعي سرچینو مرستیال حشمت‌الله غفوري د یوې پرزنټیشن په وړاندې کولو سره د تشکیل، روانې چارې او فعالیتونو، لاسته راوړنې، لرلېد او د طبیعي سرچینو، ځنګلونو، اوبولګولو او څړځایونو په برخه کې اړین مالومات وړاندې کړل.
دغه راز د طبیعي سرچینو او د اوبولګولو او زېربنا ریاستونه د خپلو کاري وضعیت له ډلې پلان شوي کارونه، تر سره شوي کارونه او روانې چارې په هکله معلومات وړاندې کړل.
په پای کې د کرنې وزارت سرپرست او نوماند وزیر انوارالحق احدي، د اوبولګولو او طبیعي سرچینو د بنسټيزو پروژو په هکله د لارښوونیزو نظریاتو په وړاندې کولوسره وویل، راتلونکې برنامې او فعالیتونه باید داسې پلي شي، چې زیات اغېزمنتوب ولري.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۵:۱۴
Background image

هېواد کې ۵.۱۵ میلیونه مټریک ټنه غنم راټول شوي؛ د تېر کال په پرتله ۱۳.۴ سلنه زیاتوالی ښيي

۲۸ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۸ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنیزې احصایې او معلوماتو د تنظیم ریاست د شمېرو له مخې، روان کال په ټول هېواد کې ۵.۱۵ میلیونه مټریک ټنه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۴:۵۳
Background image

پکتیکا کې د غنمو د حاصلاتو لوړولو په موخه د غنمو ننداریزې کروندې جوړېږي

۲۸ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۸ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیکا ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له لوري، د افغانستان اسلامي امارت د پراختیایي بودیجې په چوکاټ کې، د کرنې، اوبولګولو او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۹:۲۵
Background image

افغانستان کې د چرګانوپالنې د صنعت د پراختیا په اړه غونډه ترسره شوه

۲۸ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۸ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني په مشرۍ، د ریاست‌الوزراء د اقتصادي معاونیت، مالیې او صنعت. . .

بازگشت