د ۱۴۰۴ ام لمریز کال د بزګرمېله او د مالدارۍ او کرنیزو محصولاتو دوه دېرشم نندارتون کې د غرفې په نیولو سره خپل تولیدات خرڅ کړئ

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۸ - ۱۰:۳۳
د ۱۴۰۴ ام لمریز کال د بزګرمېله او د مالدارۍ او کرنیزو محصولاتو دوه دېرشم نندارتون کې د غرفې په نیولو سره خپل تولیدات خرڅ کړئ

ټاکل شوې، چې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د خصوصي سکټور د پراختیا ریاست له خوا د بزګرمېله او د مالدارۍ او کرنیزو محصولاتو دوه دېرشم نندارتون د ۱۴۰۴ ام لمریز کال د غویی میاشتې له ۱۱ تر ۱۴ نېټې پورې، د سلګونو تولیدوونکو، متشبثینو، سوداګرو او لسګونه زره نندارچیانو په ګډون د څلورو ورځو لپاره د کابل په بادام‌باغ کې په لاره واچول شي.
 د بزګرمېله او د مالدارۍ او کرنیزو محصولاتو په دې نندارتون کې، د کرنې، بڼوالۍ او مالدارۍ اړوند بېلابېل ښه کیفیت لرونکي توکي، پروسس شوي مالدارۍ او کرنیز تولیدات، کرنیز ماشینونه، د افغانستان غوره زعفران، طبي بوټي او نباتات، د اوبولګولو تجهیزات، مثمر او غیر مثمرې نیالګي، د برېښنا تولیدوونکي لمریز دستګاوې، کرنیز او د لاسي صنایعو تولیدات نندارې ته وړاندي کیږي.
د دغه نندارتون له لارې بزګران او تولیدونکي کولای شي د راتلونکو همکاریو لپاره له متشبثینو، سوداګرو او د کرنیزو محصولاتو له صادرونکو سره تړونونه او هوکړه لیکونه لاسلیک کړي.
په همدې موخه ټولو هغو شرکتونو ته چې د کرنیزو توکو، اوبولګولو، بڼوالۍ او مالدارۍ په برخو کې کار کوي خبر ورکول کېږي، چې ستاسو د کرنیزو محصولاتو نندارې لپاره ددې نندارتون غرفې د۱۴۰۳ یم کال د کب له ۲۸ د ۱۴۰۴ ام لمریز کال د غویی تر ۱۰ مې نېټې پورې وېشل کېږي.
په مهربانۍ سره د ثبت او غرفې تر لاسه کولو په پار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د خصوصي سکټور د پراختیا ریاست د کرنیزو نندارتونونو امریت ته مراجعه وکړئ.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۴ - ۱۱:۲
Background image

پکتیکا کې د غنمو ننداریزو کروندو جوړولو په پار پر یوشمېر بزګرانو مرستې ووېشل شوې 

۱۴ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۴ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د پکتیکا ولایت دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له خوا د دی ولایت د سروضې او یوسف خېلو په ولسوالیو کې پر یوشمېر بزګرانو د غنمو د ننداریزو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۴ - ۱۱:۱
Background image

د ننګرهار وادې کرنیز شرکت: د ننګرهار کانال پروژه د ۳۱ زره هکتارو ځمکو د خړوبولو وړتیا لري

۱۴ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۴ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د ننګرهار وادي کرنیز شرکت، د «ننګرهار کانال پروژه» د هېواد له مهمو او بنسټیزو اقتصادي، کرنیز او ټولنیزو پروژو څخه شمېرل کېږي، چې د ختیځو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۸/۱۳ - ۱۵:۲۳
Background image

کندهار څخه روسیې ته د ۵۰ متریک ټنه مڼو د صادراتو بهیر پیل شو

۱۳ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د افغانستان اسلامي امارت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت په همکارۍ، د «کندا فروټ» خصوصي شرکت له‌خوا روسیې ته د ۱۰۰ زره امریکایي ډالرو په. . .

بازگشت