د کندهار کښته شاولیکوټ کې زرګونه بیوزله بزګرانو ته د غنم اصلاح شوي تخم او کیمیاوي سره ووېشل شوه

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۸ - ۱۰:۲
د کندهار کښته شاولیکوټ کې زرګونه بیوزله بزګرانو ته د غنم اصلاح شوي تخم او کیمیاوي سره ووېشل شوه

۸ سلواغه ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۷ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۶ه‍.ق
د کندهار دکرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅه، د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادراې(ایف. اې. او) په مالې او د (او،اچ،ډبلیو) مؤسسې په تخنیکي همکاري د کندهار د کښته شاولیکوټ ولسوالی د کرنې او مالدارۍ مسؤلینو تر څارنې لاندې د یادې ولسوالی درې زره اړمنو بزګرانو ته د غنمو اصلاح شوي تخم او کیمیاوي سرې ووېشل شوې.
په دې مرسته کې، هر بزګر ته ۵۰ کیلو د غنمو اصلاح شوي تخم، ۵۰ کیلو سپینه سره او ۵۰ کیلو توره سره ووېشل شوه، چې له یادې مرستې سره به د بزګرانو د کرنیزو حاصلاتو کچه لوړه شي، له کمې ځمکې څخه به زیات حاصل ترلاسه کړي، د اصلاح شویو تخمونو او کیمیاوي سرو وېشل به د غنمو په حاصلاتو کې د پام وړ زیاتوالی رامنځته کړي، چې له امله به بزګران د خپلو اقتصادي اړتیاوو د پوره کولو لپاره له کمې ځمکې څخه هم ښه ګټه پورته کړي.
په ورته وخت کې له دغې مرستې څخه برخمن شوي بزګران هم د کرنې ریاست او یادې ادارې څخه خوښ دی، چې ورسره په اړین وخت کې اړینې مرستې کېږي. 
د یادونې وړ ده، چې د کندهار د ښورابک، پنجوايي، ژړۍ، نېش، غورک او یوشمېر نورو ولسوالیو کې زرګونو بزګرانو ته هم دې ته ورته مرستې لړۍ ترسره شوي دي.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۳:۳۰
Background image

دکرنې وزارت له‌خوا صنعت او سوداګرۍ وزارت ته ځمکه ولېږدول شوه 

۲۷ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۲۹ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق 
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د ځمکو چارو ریاست چارواکي وایي، چې د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د فرمان له مخې د کرنې وزارت د ځمکو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۹:۴۹
Background image

د پکتیا ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست کې د قرآن کریم د ترجمې ختم ترسره شو

۲۷ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۲۹ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د پکتیا ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست کې د مبارکې روژې له لومړۍ ورځې څخه تر ۲۸مې پورې د قرآن کریم د ترجمې لړۍ په منظم ډول ترسره. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۹:۳۲
Background image

د ننګرهار مومندرې ولسوالی کې ۶۳۰ کورنیو ته مرستې او د کانالونو رغنیزې چارې بشپړې شوې

۲۶ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۲۸ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ګډې هڅې ملي بشري مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د «جیای‌ان» مؤسسې په مالي لګښت، د مومندرې. . .

بازگشت