د کندهار ښورابک کې ۳۰۰ بیوزله بزګرانو ته د غنم اصلاح شوي تخم او کیمیاوي سره ووېشل شوه

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۵ - ۱۰:۴
د کندهار ښورابک کې ۳۰۰ بیوزله بزګرانو ته د غنم اصلاح شوي تخم او کیمیاوي سره ووېشل شوه

۴ مرغومې ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۲ جُمَادَى الثاني۱۴۴۶ه‍.ق
د کندهار دکرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅه، د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادراې(ایف. اې. او) په مالې او د (اکټېډ) مؤسسې په تخنیکي همکاري د کندهار د ښورابک ولسوالی د کرنې او مالدارۍ مسؤلینو تر څارنې لاندې د یادې ولسوالی ۳۰۰ اړمنو بزګرانو ته د غنمو اصلاح شوي تخم او کیمیاوي سرې ووېشل شوې.
په دې مرسته کې، هر بزګر ته ۵۰ کیلو د غنمو اصلاح شوي تخم، ۵۰ کیلو سپینه سره او ۵۰ کیلو توره سره ووېشل شوه، چې له یادې مرستې سره به د بزګرانو د کرنیزو حاصلاتو کچه لوړه شي، له کمې ځمکې څخه به زیات حاصل ترلاسه کړي، د اصلاح شویو تخمونو او کیمیاوي سرو وېشل به د غنمو په حاصلاتو کې د پام وړ زیاتوالی رامنځته کړي، چې له امله به بزګران د خپلو اقتصادي اړتیاوو د پوره کولو لپاره له کمې ځمکې څخه هم ښه ګټه پورته کړي.
په ورته وخت کې له دغې مرستې څخه برخمن شوي بزګران هم د کرنې ریاست او یادې ادارې څخه خوښ دی، چې ورسره په اړین وخت کې اړینې مرستې کېږي. 
د یادونې وړ ده، چې تر دې وړاندې هم په ښورابک ولسوالی کې ۷۰۰ اړمنو بزګرانو سره دې ته ورته مرسته ترسره شوې وه، چې وروسره سم یې دوهمه پروسه هم بشپړه شوه.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۴/۳/۲۴ - ۱۶:۲
Background image

کندهار کې هره ورځ شاوخوا ۸۰۰ سوه ټنه د چرګانو دانه توليدېږي

۲۴ غبرګولی ۱۴۰۴ ه‍.ش
۱۷ ذُو الحِجَّةِ ۱۴۴۶ه‍.ق
د کندهار دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، دغه ولایت کې اوس‌مهال د چرګانو د دانې تولید نهه کارخونې فعالیت لري، چې په مرسته. . .

شنبه ۱۴۰۴/۳/۲۴ - ۱۶:۰
Background image

د بزګرانو د اضافي غنمو د پېرلو بهیر د ارزونې په موخه بلخ ولایت ته د کرنې وزارت د مالي او حسابي رییس سفر

۲۴ غبرګولی ۱۴۰۴ ه‍.ش
۱۷ ذُو الحِجَّةِ ۱۴۴۶ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مالي او حسابي رییس مولوي ضیاءالدین واقف د بزګرانو د اضافي غنمو د پېرلو د طرزالعمل د تطبیق د بهیر د. . .

شنبه ۱۴۰۴/۳/۲۴ - ۱۳:۲۸
Background image

کندهار کې د څه باندې ۹۲ میلیونه افغانیو په لګښت ۲۴ چکډېمونه او د اوبو زېرمه کولو سلګونه کندې جوړې شوې

۲۴ غبرګولی ۱۴۰۴ ه‍.ش
۱۷ ذُو الحِجَّةِ ۱۴۴۶ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د تخنیکي همکارۍ او څارنې په پایله کې، د روان ۱۴۴۶ هجري قمري کال په اوږدو کې د کندهار په ۱۳. . .

بازگشت