د کندهار پنجوایي کې د ۳.۸ میلیونه افغانیو په ارزښت د استنادي دېوال د جوړولو چارې ۲۵ سلنه بشپړې شوې

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۱۹ - ۱۱:۴۰
د کندهار پنجوایي کې د ۳.۸ میلیونه افغانیو په ارزښت د استنادي دېوال د جوړولو چارې ۲۵ سلنه بشپړې شوې

د کندهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د پراختیایي بودیجې په ملاتړ، د خصوصي ودانیز شرکت په تخنیکي همکارۍ او د طبیعي سرچینو آمریت تر مستقیمې څارنې لاندې، د پنجوایي ولسوالۍ د بدوان په سیمه کې د اوبو مهارولو په موخه د استنادي دیوال د جوړولو چارې روانې دي. دا پروژه، چې ۳.۸ میلیونه افغانۍ ارزښت لري، تر دې دمه ۲۵ سلنه بشپړه شوې ده.
یاد استنادي دیوال ۲۶۵ متره اوږدوالی، ۱.۵ متره پراخوالی او ۳ متره لوړوالی لري او تمه ده چې د دوو میاشتو په موده کې په اساسي او پایداره ډول بشپړ شي. د دې پروژې د تطبیق پر مهال، ۸ کسانو ته په فني او ۵۰ کسانو ته په غیرفني برخو کې د کار زمینه برابرې شوې او د چارو د ښه ترسراوي لپاره له پرمختللو ماشینونو هم استفاده کېږي.
د ودانیزو چارو د کیفیت، چټک پرمختګ او لا ښه مدیریت لپاره، د کرنې ریاست استازو مولوی عبدالغني عفان او انجنیر نورمحمد همکار د پروژې نږدې څارنه وکړه. د څارنې پر مهال، د کار د کیفیت ارزونه وشوه او اړوندو مسؤلینو ته لازمې سپارښتنې ورکړل شوې، ترڅو ټولې چارې د تخنیکي معیارونو او کرنیزو اړتیاوو مطابق پر مخ یووړل شي.
د یادونې وړ ده، چې د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست ژمن دی، چې د خپلو ټولو پروژو پر وخت څارنه وکړي، د کیفیت لوړتیا ته پاملرنه وکړي او د کرنیزو چارو د ښه والي لپاره دوامداره حللارې رامنځته کړي.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۴/۱/۳۱ - ۱۵:۳۲
Background image

د امارتي ادارو ګډ پلاوي د ځمکو د شخړو د څېړنې په موخه د پکتیکا تروې ولسوالۍ ته سفر وکړ

  ۳۱ وری ۱۴۰۴ ه‍.ش
۲۲ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۶ه‍.ق
د پکتیکا د کرنې رئیس مولوي محمدزمان عمري، د سرحدونو وزارت مرستیال شیخ محمد اسماعیل غزنوي او د خوست د کرنې رئیس مولوي شیرمحمد ذبیح د. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱/۳۱ - ۱۵:۳۱
Background image

ننګرهار کې د انجې کرکېله ډېره شوې

۳۱ وری ۱۴۰۴ ه‍.ش
۲۲ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۶ه‍.ق
ننګرهار کې د بزګرانو اقتصادي پياوړتیا په موخه د انجې طبي بوټي ترویج پيل شوی. د مسوولینو په خبره د دغه ولایت په بهسود، سره رود، ګوشتې،. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱/۳۱ - ۱۵:۲۹
Background image

نورستان کې د سبو ننداریزې کروندې جوړې شوي

۳۱ وری ۱۴۰۴ ه‍.ش
۲۲ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۶ه‍.ق
د نورستان دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې د یاد ریاست په انګړ کې د بادرنګو، کچالو، مټر، سره ملۍ، پالک او یوشمېر نورو. . .

بازگشت