د کندهار نوروزي فارم کې د ځمکې کېندنې او هوارولو چارې په بشپړېدو دي 

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۱/۳ - ۱۲:۴۱
د کندهار نوروزي فارم کې د ځمکې کېندنې او هوارولو چارې په بشپړېدو دي 

۳ وری ۱۴۰۴ه‍.ش
۲۳ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۶ه‍.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د ځانګړې لارښوونې او پراختیایي بودیجې له مخې، د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په مشرۍ، د یوه خصوصي ودانیز شرکت په تخنیکي همکارۍ او د طبیعي سرچینو او کرنیزو چارو آمریت تر مستقیمې څارنې لاندې، د نوروزي فارم د کرنیزو اصلاحاتو چارې روانې دي.  
د دې پروژې په لړ کې، د ۳۸۳ جریبه ځمکې د کېندنې، لېزر لیول کولو او هوارولو چارې د ۷.۷ میلیونه افغانیو په ارزښت پیل شوې، چې په نږدې راتلونکې کې یې چارې بشپړېږي.  
د چارو د کیفیت لوړولو او چټک پرمختګ لپاره، د کندهار د کرنې ریاست انجنیر نورمحمد همکار د پروژې نږدې څارنه وکړه. د څارنې پر مهال، د کار د کیفیت ارزونه وشوه او اړوندو مسؤلینو ته لازمې سپارښتنې وشوې، ترڅو ټول کارونه د تخنیکي معیارونو او کرنیزو اړتیاوو مطابق ترسره شي.  
مسؤلین وايي، د دې پروژې موخه د نوروزي فارم د ځمکې بشپړ چمتو کول دي، ترڅو کرنه اسانه او حاصلات لوړې کچې ته ورسېږي. دغه اصلاحات به د فارم پایښت ته دوام ورکړي او د کرنیزو چارو تنظیم، د اوبو متوازن وېش او د کروندګرو لپاره ګټورې اسانتیاوې رامنځته کړي.  
د یادونې وړ ده، چې د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست ژمن دی، چې د خپلو ټولو پروژو پر وخت څارنه وکړي، د کیفیت لوړتیا ته پاملرنه وکړي او د کروندګرو لپاره ګټورې پایلې تضمین کړي.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۴ - ۱۷:۴
Background image

کرنې وزارت کې د بیرغ د پورته کولو مراسم ترسره شول

۲۴ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
 د کابل د فتحې د پنځمې کلیزې په مناسبت، د افغانستان اسلامي امارت د بیرغ د پورته کولو مراسم د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د رهبرۍ په حضور کې د دغه وزارت په انګړ کې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۴:۳۱
Background image

ننګرهار کې ۴۰۰ زره غټو څارویو ته د پوستکي د دانو ناروغۍ واکسین پلې کېږي


٢٢ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
٢٩ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
ننګرهار ولایت کې د مالدارۍ سکتور د پیاوړتیا او د غټو څارویو د پوستکي د دانو ناروغۍ د مخنیوي په موخه ۴۰۰ زره دوزه واکسین د غواګانو او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۱:۳۶
Background image

کونړ  کې ۶۵ بزګرانو ته د جوارو، لوبیا او شولو ننداریزو کروندو لپاره د کرنیزو توکو وېش

٢۲ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
٢۹ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د پراختیايي بودیجې په چوکاټ کې، د کونړ ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د کرنیزو خدماتو. . .

بازگشت