د کندهار معروف ولسوالی کې یوشمېر بڼوالو ته معیاري بڼونه جوړېږي

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۶ - ۱۰:۴۹
د کندهار معروف ولسوالی کې یوشمېر بڼوالو ته معیاري بڼونه جوړېږي

د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅه، د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې په مالي او د «او،اچ،ډبلیو» مؤسسې په تخنیکي همکارۍ ددې ولایت د معروف په ولسوالی کې یوشمېر بڼوالو ته د ایته انګورو معیاري بڼونه جوړېږي.
د کندهار دکرنې ریاست چارواکي وايي، چې ددې پروسې په ترڅ کې د کندهار د معروف په ولسوالی کې ۱۰ تنو اړمنو بڼوالو ته پر ۱۰ جریبه ځمکه د ایته انګورو بڼونه ړېږي. د چارواکو په خبره یاد بڼونه د مسلکي انجنیرانو له لوري د معروف ولسوالۍ په پیرزي، خوګیاڼي، محمدزي غونډي، کورزیزي، کښته شغزي او سوګنی سیمو کې جوړیږي، چې له مخې به یې هر بزګر ته پر یو جریب ځمکه یو بڼ جوړ شي.
همداراز، د دې بڼونو د ښه، اساسي او پایداره جوړښت لپاره، بڼوالو ته روزنه هم ورکړل شوي، چې په دې روزنه کې بڼوالو ته د ځمکې منظم چمتووالی، د نیالګیو منظم اېښودل، د نیالګیو دکتارونو ترمنځ د مناسب فاصلي پرېښودل، د اوبو د منظم سیستم رامنځته کول، او ورته اړینې سپارښتنې وشوې، ترڅو بڼونه یې په ښه توګه وده وکړي.
د دې بڼونو جوړولو موخه د بزګرانو اقتصادي ملاتړ، دایته انګورو او د پلمې مېوو پراختیا، د بزګرانو ځان بسیاینه، او د هغوی لپاره د کار زمینه برابرول دي.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۵ - ۱۵:۳۰
Background image

د افغانستان د کرنې او مالدارۍ په نندارتون کې د څه باندې ۲۰۰ میلیونه ډالرو په ارزښت ۷۴ هوکړه‌لیکونه لاسلیک شول

۲۵ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۲ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
په کابل کې د افغانستان د کرنې او مالدارۍ د نړۍوال نندارتون له پای ته رسېدو سره هم‌مهاله، د افغانستان د کرنې او مالدارۍ خونې رییس، خان. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۵ - ۱۴:۵۷
Background image

د کرنې وزارت د مالي او اداري مرستیال له لوري د تخار د کرنې ریاست د فعالیتونو ارزونه

۲۵ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۲ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي نورالدین عمیر تخار ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د دغه ولایت د کرنې ریاست. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۵ - ۹:۵۶
Background image

د ننګرهار په کوټ ولسوالی کې ۳۰ اړمنو کورنیو ته دوه کلنې بلاربې خوسکۍ ووېشل شوې

۲۵ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۲ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ډاکار مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د «ډانیډا»مؤسسې  په مالي ملاتړ، د کوټ ولسوالی ۳۰. . .

بازگشت