د کندهار دکرنې ریاست: د ۳۵ شنوخونو چارې نږدې ۶۰ سلنه بشپړې شوي دي

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۲/۹ - ۱۱:۵
د کندهار دکرنې ریاست: د ۳۵ شنوخونو چارې نږدې ۶۰ سلنه بشپړې شوي دي

۹ غویی ۱۴۰۴ ه‍.ش
۱ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۶ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر رهبري لاندې، د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د بدیل معیشت پراختیایي بودیجې له لارې، د یو خصوصي ودانیز شرکت په تخنیکي همکاري او د کرنیزو چارو او طبیعي سرچینو آمریت تر مستقیمې څارنې لاندې، د کندهار کښته میوند، لوړ میوند، ژړۍ، ډنډ، دامان او پنجوایي ولسوالیو کې د ۶ میلیونه ۴۴۰ زره افغانیو په ارزښت ۳۵ بابه شنې خونو جوړولو چارې پیل شوي دي، چې رغنیزې چارې یې نږدې ۶۰ سلنه بشپړې شوي دي.
ددغو شنوخونو له ډلې به ۸ په کښته میوند، ۷ په لوړ میوند، ۵ په ژړۍ، ۵ په ډنډ، ۵ په دامان او ۵ په پنجوایي ولسوالیو کې جوړې شي. هره شنه خونه به ۲۰ متره اوږدوالي او ۶ متره پراخوالي ولري. ترڅنګ به یې د اوبو مدیریت او زېرمې لپاره سیستم جوړ شي، چې دغه اوبو سیستم به د ۱۲۰۰ لیټره اوبو د زېرمه کولو ظرفیت ولري.
د کندهار د کرنې ریاست د طبیعي سرچینو آمریت انجنیر نورمحمد همکار د شنو خونو جوړولو چارو څخه څارنه کوي او د څارنې پر مهال یې مسؤلینو ته د چارو د ښه ترسراوي او بهبود لپاره اړینې سپارښتنې کړې، ترڅو د شنو خونو چارې په ښه توګه ترسره شي او په ښه کیفیت سره پر مخ ولاړې شي. 
د یادو شنو خونو د جوړولو موخه د کوکنارو بدیل په بار اغېزمنه کرنه، په سړه موسم کې د سبو حاصلات ترلاسه کول، میکانیزه کرنې ته وده ورکول، د بزګرانو ملاتړ، د هغوی اقتصادي وضعیت پیاوړی کول او په ټولو موسمونو کې بزګرانو ته د کار زمینه برابرول دي.
د یادونې وړ ده، چې د کندهار د کرنې ریاست د هرې پروژې څخه پر وخت او ښه ډول څارنه کوي او هڅه کوي، چې چارې یې په ښه ډول ترسره شي.س

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۳ - ۱۲:۱۷
Background image

د کرنې وزارت د بدیل معیشت رییس د کوکنارو د بدیل کښت پروژو د څارنې په پار کندز ته سفر وکړ

۲۳ لیندۍ ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۳ جُمَادَى الثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د بدیل معیشت رییس عبدالخالق محجوب د کاري سفر په ترڅ کې کندز ولایت ته لاړ، څو د کوکنارو د بدیل کښت د. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۳ - ۱۰:۱۷
Background image

د مالدارۍ سکټور پیاوړتیا په پار هڅې؛ د لښکرګاه بولان کې حیواني کلینیک ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

۲۳ لیندۍ ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۳ جُمَادَى الثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د مالدارۍ او حیواني روغتیا امریت له لوري، د مرکز لښکرګاه بولان په سیمه کې یو باب. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۳ - ۹:۱۷
Background image

د جلال آباد ښار نهمه ناحیه کې د یو چکډېم د جوړولو چارې پیل شوې

۲۳ لیندۍ ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۳ جُمَادَى الثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
د جلال آباد ښار نهمې ناحیې غازي امان الله ښار ګوټي ترڅنګ د باراني اوبو زېرمه کولو او د ځمکي لاندې اوبو سطحې لوړولو په موخه د درې نیم. . .

بازگشت