د کندهار درېیو ولسوالیو کې د شاوخوا ۲۴ زره ډالرو په ارزښت د سبو شنې خونې جوړېږي

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۸/۲۳ - ۱۵:۲۱
د کندهار درېیو ولسوالیو کې د شاوخوا ۲۴ زره ډالرو په ارزښت د سبو شنې خونې جوړېږي

۲۳ لړم ۱۴۰۳ه‍.ش
۱۱ جُمَادَى الأول ۱۴۴۶ه‍.ق
د کندهار کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅه، د (یو. ان. ډې. پي) ادارې په مالي ملاتړ، د کرنیزو چارو آمریت تر مستقیمې څارنې لاندې د کندهار ارغنداب، دامان او ډنډ ولسوالیو کې د سبو لپاره اته بابه شنې خونې جوړېږي. دغه شنې خونې چې د ۲۴ زره امریکایي ډالرو په ارزښت جوړېږي، درې بابه یې د ارغنداب، درې په دامان او دوه نوریې د ډنډ په ولسوالی کې دي، چې د هرې خونې پر جوړولو شاوخوا ۳زره ډالره لګښت راځي.
د کندهار کرنیزو چارو د مېوو او سبو د پراختیا متخصص انجنیر ایمل حکیمي وویل، چې دغه شنې خونې به ۸ متره پراخوالی او ۲۰ متره اوږدوالی ولري. برسېره پر دې به د اوبو مدیریت او زېرمې لپاره یو سیستم جوړ شي، چې د یوزر او ۲۰۰ لیټرو اوبو د زېرمه کولو ظرفیت به ولري.
د شنو خونو جوړولو موخه په یخ موسم کې د سبو حاصلات ترلاسه کول، کرنې ته وده ورکول، د بزګرانو ملاتړ او اقتصادي وضعیت پیاوړتیا او د کار زمینې برابرول دي.
د یادونې وړ ده، چې د دې شنو خونو جوړولو لپاره د سیمې او بزګرانو ټاکل بشپړ شوي، او ښایي د راتلونکې اونۍ په ترڅ کې یې د پرانیستې مراسم ترسره شي.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۳:۴۸
Background image

کرنې وزارت کې د هېواد د ځنګلونو د ساتنې او چارو د تنظیم په موخه غونډه ترسره شوه

۲۲ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د اوبو لګولو او قدرتي سرچینو مرستیال مولوي بازمحمد فیضان په مشرۍ د هېواد د ځنګلونو د ساتنې او چارو د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۰:۱
Background image

غور ولایت کې د څړځایونو د سروې او تثبیت بهیر پیل شو

۲۲ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د غور په ولایت کې د څړځایونو د سروې او تثبیت بهیر پرانیستغونډه د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د استول شوي پلاوي او د دغه ولایت د سیمه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۹:۳
Background image

کونړ کې د کرنیزو او مالدارۍ پروژو د همغږۍ او پراختیا په موخه سکتوري غونډه ترسره شوه

۲۲ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کونړ د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په مشرۍ د ۱۴۰۵ لمریز کال د تلې میاشتې سکتوري غونډه د کرنیزو او مالدارۍ فعالیتونو د ارزونې، د روانو. . .

بازگشت