د کندهار دامان کې د وترنري انستيتوت ۳۰ زده‌کوونکو ته عملي روزنه ورکول شوه

mail-admin
شنبه ۱۴۰۳/۸/۱۹ - ۱۰:۲۲
د کندهار دامان کې د وترنري انستيتوت ۳۰ زده‌کوونکو ته عملي روزنه ورکول شوه

کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په همکارۍ، د څارویو د روغتیا سرپرست آمر مولوي عبدالغني عفان په تخنیکي ملاتړ د کندهار دامان ولسوالۍ د کرنې او وترنري انستیتوت ۳۰ تنو محصلینو ته په کندهار مرکز کې د څارویو د روغتیا په برخه کې عملي روزنه ورکړه.
د دې روزنې په ترڅ کې، چې د څارویو د روغتیا امریت د فني وترنرانو له‌خوا ترسره شوه، زده‌کوونکو ته د څارویو روغتیایي سابقه، درملنه او معاینه، وقایوي تدابیر، واکسین لګول، موسمي ناروغۍ پېژندل، د داخلي او خارجي پرازیتونو مخنیوی او څارویو ته د پیچکارۍ کولو په اړه عملي روزنه ورکړل شوه.
په ورته وخت کې، د روزنې څخه برخمن شوي زده‌کوونکي خوښي څرګندوي چې د وترنري په برخه کې عملي تجربې ترلاسه کوي. هغوی د کرنې ریاست او د څارویو د روغتیا مسؤلینو څخه مننه کوي او په راتلونکي کې د ورته نورو روزنیزو پروګرامونو غوښتنه کوي.
یادونه باید وشي چې د کندهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د افغانستان اسلامي امارت له راتګ سره د کرنې او مالدارۍ برخې ته ځانګړې پاملرنه کړې. بزګرانو او مالدارانو سره مرستې شوي، ښې سپارښتنې ورته شوي او د ناروغیو په وړاندې وقایوي تدابیر نیول شوي، چې له امله یې په کندهار کې کرنې او مالدارۍ د پام وړ پرمختګ کړی دی.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۳:۴۸
Background image

کرنې وزارت کې د هېواد د ځنګلونو د ساتنې او چارو د تنظیم په موخه غونډه ترسره شوه

۲۲ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د اوبو لګولو او قدرتي سرچینو مرستیال مولوي بازمحمد فیضان په مشرۍ د هېواد د ځنګلونو د ساتنې او چارو د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۰:۱
Background image

غور ولایت کې د څړځایونو د سروې او تثبیت بهیر پیل شو

۲۲ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د غور په ولایت کې د څړځایونو د سروې او تثبیت بهیر پرانیستغونډه د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د استول شوي پلاوي او د دغه ولایت د سیمه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۹:۳
Background image

کونړ کې د کرنیزو او مالدارۍ پروژو د همغږۍ او پراختیا په موخه سکتوري غونډه ترسره شوه

۲۲ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کونړ د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په مشرۍ د ۱۴۰۵ لمریز کال د تلې میاشتې سکتوري غونډه د کرنیزو او مالدارۍ فعالیتونو د ارزونې، د روانو. . .

بازگشت