د کندهار خاکریز ولسوالی کې ۴۰ تنه مالدارانو ته د څارويو کانسنتریت خوارکه ووېشل شوه

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۸ - ۹:۴۵
د کندهار خاکریز ولسوالی کې ۴۰ تنه مالدارانو ته د څارويو کانسنتریت خوارکه ووېشل شوه

۸ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۶ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست سره په همږغۍ، د اروپایي ټولنې په مالي ملاتړ، د هالنډ کميټې په تخنیکي همکارۍ د کندهار په خاکریز ولسوالی کې ۴۰ تنه مالداراتو ته د څارویو کانسنتریت خوراکه ووېشل شوه. 
د کندهار دکرنې ریاست چارواکي وایي، چې یاده مرسته د مخکني یا کلیوالي خوراکي د بدیل په موخه ترسره کېږي، چې اوس مهال هر مالدار ته درې پارسله یعني ۱۲۰ کیلو ګرامه کانسنتریت خوراکه ووېشل شوه، ترڅو مالداران یي د څارویو مخکني تغذیې په مقابل کي مقایسه کړي. 
د مسؤلینو په وینا د وریو چاغښت په پروسه کې ۶ وري په نښه شوي، چې ۴ وري د کانسنتریت  خوراکې له لاري روزل کېږي او ۲ وري بیا د وطني خوراکي یعني ډوډۍ، واښه او کلیوالي خوراکي له لاري روزل کېږي، ترڅو د دواړو تغذیې پایله یې مالدارانو ته څرګندي شي. او راتلونکي کي مالداران د مؤثره څارویو تغذیې څخه استفاده وکړي.
د یادوني وړ ده، چې د کندهار د کرنې ریاست هڅه کوي، چي مالدارۍ سکتور ته سالمه وده ورکړي او د مالدارانو لپاره کم لګښته تغذیه چمتو کړي او د څارویو تغذیې لپاره بدیله او مؤثره خوراکه چمتو کړي.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۷/۴ - ۱۲:۹
Background image

نورستان کې د کروندې ورځ ولمانځل شوه

۴ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۳ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د نورستان ولایت مرکز پارون اړوند د ډیوه کلي کې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ او د خوړو او کرنې نړۍوالې ادارې «اف‌اې‌او» له. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۴ - ۹:۱۷
Background image

ننګرهار کې د چپرهار د یوه سیفون د ترمیم چارې د نږدې ۳ میلیونه افغانیو په لګښت پیلېږي

۴ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۳ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
ننګرهار کې د چپرهار د یوه سیفون د ترمیم چارې پیلېږي. د معلوماتو له مخې، پر دغه پروژه شاوخوا ۳ میلیونه افغانۍ لګښت راځي او ټاکل شوې چې د ۷۵. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۴ - ۹:۱۵
Background image

د پکتیکا ګومل کې ۸ شنې خونې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

۴ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۳ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیکا ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ، د «هیلټو» مؤسسې له لوري، چې مالي ملاتړ یې د خوړو نړۍوال پروګرام «ډبلیواف‌پي». . .

بازگشت