د کندزعلی‌آباد کې د څارویو د واکسین کمپاین او د مالدارۍ د حمایوي وسایلو وېش تطبیق

qiam_amin
شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۴ - ۱۱:۲۹
د کندزعلی‌آباد کې د څارویو د واکسین کمپاین او د مالدارۍ د حمایوي وسایلو وېش تطبیق

۴ سلواغه ۱۴۰۴ه‍.ش

۵ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۷ه‍.ق

د کندز ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست سره په همغږۍ، د آغاخان دفتر ددې ولایت د علی‌آباد ولسوالی کې د څارویو د واکسین یو پراخ کمپاین تطبیق شو.

یاد پروګرام د قزل‌سای صحبت‌الله، قزل‌سای ملاسردار او لاله‌میدان کلیو کې عملي شو چې په ترڅ کې یې ۱۰ زره څاروي، چې غواګانې، پسونه او وزې پکې شاملې دي، واکسین او دوارمینګ شول. له دې پروګرام څخه ۱۹۰ تنه مالداران برخمن شوي دي.

همدارنګه د دې پروګرام په جریان کې مستحقو مالدارانو ته هایبریډ جواري، لاسي علف‌قطع کوونکی او د دوا شیندلو پمپونه ووېشل شول، او یوې محلي شورا ته د حیواني علفو د ښه مدیریت په موخه یو برقي سایلیچ ماشین هم وسپارل شو.

سربېره پر دې، مالدارانو ته د څارویو د تغذیې د ښه‌والي او د مالدارۍ د تولیداتو د زیاتوالي په موخه د یوریا ټریټمنټ د جوړولو عملي طریقه ور وښودل شوه.

د یادونې وړ ده، چې دغه پروګرام د مالدارۍ د ترویج مدیر او د آغاخان دفتر د استازي په حضور کې تطبیق شو چې موخه یې د مالدارانو ملاتړ، د حیواني ناروغیو مخنیوی او د علی‌آباد ولسوالی د مالدارو کورنیو د معیشتي وضعیت ښه کول دي.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۹ - ۱۵:۴۴
Background image

دهلمند ولایت د عشر چارواکو سره د همغږۍ ناسته ترسره شوه

۹ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۲ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست مقام په لارښوونه، د مرکز لښکرګاه او د ولایت د ۱۸ ولسوالیو د عشر چارواکو سره د همغږۍ، انسجام. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۹ - ۱۵:۴۲
Background image

د پکتیکا ولایت د کرنې ریاست رییس د «هلټو» مؤسسې له چارواکو سره لیدنه وشوه

۹ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۲ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د پکتیکا ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوی لعل محمد ګوهر، د «هلټو» مؤسسې له مسؤلینو سره د خپل کار په دفتر کې لیدنه ترسره کړه.
په. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۹ - ۱۵:۴۱
Background image

د کرنې وزارت مشرتابه د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې سره د باکیفیته کرنیزو تخمونو د تولید په اړه ناسته وکړه

۹ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۲ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت کې د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» رییس. . .

بازگشت