د کرنې وزیر د نړیوال بانک چارواکو سره د «EATS» پروژې پر فعالیتونو خبرې وکړې

naim.rezai
سه‌شنبه ۱۴۰۰/۴/۲۲ - ۱۵:۵
د کرنې وزیر د نړیوال بانک چارواکو سره د «EATS» پروژې پر فعالیتونو خبرې وکړې

۲۱ چنګاښ ۱۴۰۰
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزير ډاکټر انوارالحق احدي د کرنې په وزارت کې د نړیوال بانک د پروژو مسوول اما‌ن‌الله علم‌زی او ددې بانک له یوشمېر نورو چارواکو سره، د ویډیو کنفرانس له لارې د کرنې او خوړو خوندیتوب بېړنۍ پروژې «EATS» د فعالیتونو په هکله خبرې وکړې.
د ویډیو کنفرانس له لارې په دې کتنه کې د کرنې، وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال شېرشاه امیري او د کرنې او خوړو خوندیتوب بېړنۍ پروژې چارواکو هم ګډون درلود.
په دې کتنه کې دواړو خواوو دهغو پروژو په هکله خبرې وکړې، چې د نړیوال بانک په ملاتړ د کرنې او خوړو خوندیتوب بېړنۍ پروژې له خوا پلی کېږي. دغه راز په دې کتنه کې د یادې پروژې پر وړاندې پر شته ستونزو او ننګونو هم خبرې وشوې او ترڅنګ یې د اصلاح شویو تخمونو وېش، د چکډمونو او د اوبو زېرمنو جوړول، د اوبولګولو پروژې او نورو هغو پروژو چې د  «EATS» پروژې له خوا پلي کېږي پرې خبرې وشوې.
په دې کتنه کې، ټاکل شوې موخې ته د رسېدنې په پار د پروژو پر وخت او مؤثر پلي کېدو باندې ټینګار وشوه.
د کرنې او خوړو خوندیتوب بېړنۍ پروژه، چې د نړیوال بانک له خوا تمویل او د افغانستان حکومت له خوا پلي کېږي د کرونا وبا منفي اغېزو سره د مبارزې په پار رامنځته شوې ده.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۰/۸/۵ - ۱۷:۴۹
Background image

د کرنې سرپرست وزیر په افغانستان کې د ترکیې له سفیر سره وکتل


۵ لړم ۱۴۰۰
دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت سرپرست مولوی عبدالرحمن راشد، په افغانستان کې د ترکیې سفیر جهاد ارګینای سره دخپل کار په دفتر کې لیدنه او خبرې اترې وکړې.
په دې کتنه کې دواړو. . .

دوشنبه ۱۴۰۰/۸/۳ - ۱۴:۱۱
Background image

دکرنې وزارت دکرنې او مالدارۍ مرستيال د سوداګرۍ او پانکونې خونې چارواکو سره وکتل

۳لړم ۱۴۰۰
د ا.ا.ا د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت دکرنې او مالدارۍ مرستيال مولوی صدراعظم، دافغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې لومړی مرستيال محمد‌یونس مهمند، دافغانستان د سوداګرۍ. . .

پنجشنبه ۱۴۰۰/۷/۲۹ - ۱۱:۵
Background image

د ځمکې تخریب مخنیوي ملی پروژې په پار د کرنې وزارت تخنیکي غونډه دائره شوه

٢٩ تله  ۱۴۰۰ هـ.ش
١٤ ربیع الاول ۱۴۴۳ هـ.ق
داغونډه د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت سرپرست مولوی عبدالرحمن راشد، د طبیعي سرچینو مرسیتال مولوی شمس الدین شریعتي او دکرنې وزارت د تخنیکي. . .

بازگشت