د کرنې وزیر د نړیوال بانک له چارواکو سره د «امید» پر پروژې خبرې اترې وکړې

content_admin
پنجشنبه ۱۳۹۸/۹/۲۱ - ۱۵:۲۷
د کرنې وزیر د نړیوال بانک له چارواکو سره د «امید» پر پروژې خبرې اترې وکړې

۲۱لیندۍ ۱۳۹۸

دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر نصیر احمد درانی نن دخپل کار په دفتر کې، په افغانستان کې د نړیوال بانک له چارواکو سره د «امید» د پروژې د طرحې او ډيزاین پر بشپړېدو خبرې اترې وکړې.

«امید» دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت او د سوداګرۍ او صنایعو وزارت یوه ګډه پروژه ده. ټاکل شوې، چې ددې پروژې له لارې به د راتلونکو اوو کلونو په ترڅ کې په کابل، هرات، کندهار، بلخ او خوست ولایتونو کې پنځه کرنیز او صنعتي لوی پارکونه جوړ شي. ددې پروژې طرح د کرنې او د سوداګرۍ او صنایعو وزارتونو د ګډ تخنیکي ټیم له خوا چمتو او نړیوال بانک ته لېږل شوې ده. په افغانستان کې د نړیوال بانک چارواکي د کرنې وزیر سره په لیدنه کې له دې طرحې خوښې وښودل.

ټاکل شوې، چې د راتلونکی کال تر پایه د کابل ولایت د باریک اب په ولسوالۍ کې د یو لوی کرنیز صنعتي پارک د جوړولو چارې پیل شي. دغه جوړېدونکي کرنیز صنعتي پارکونه په څو پړاوونو کې جوړیږي. د یادو پارکونو په جوړېدو سره به د افغانستان د کرنیزو محصولاتو د پروسس او بسته بندی شته ستونزې هوارې شي. ټول کرنیز توکي به په همدغو پارکونو کې پروسس او بسته بندي کیږي.

د یادو پارکونو جوړول د کرنیزو محصولاتو د صادراتو د کچې لوړول او د کرنې په برخه کې د لا ډېرې پانګونې د جلبولو په برخه کې هم مرسته کوي.

 
 

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۵ - ۹:۵۳
Background image

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر د ازبیکستان د کرنې وزارت په رسمي بلنه تاشکند ته ورسېد

۱۵ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۴ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د افغانستان اسلامي امارت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري، د ازبیکستان د کرنې وزارت په رسمي بلنه، د دې هېواد پلازمېنې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۵ - ۹:۴۶
Background image

پکتیکا په مرکز کې له جوړېدونکې ۶۰۰ میټریک ټنه سړې خونې څخه لیدنه وشوه

۱۴ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۳ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیکا ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي لعل محمد «ګوهر»، د مستوفیت، عدلیې، ښار جوړونې، ښاروالۍ، سرحدونو او حج او اوقافو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۵ - ۹:۴۵
Background image

د کرنې وزارت د څېړنو لوی رییس: په خوست کې د اصلاح شوو تخمونو د تولید او کرنیزو څېړنو د پیاوړتیا لپاره لازم ملاتړ کوو

۱۴ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۳ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د څېړنو لوی رییس مولوي نصرت الله طلحه او د خوست ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي شېر محمد. . .

بازگشت