د کرنې وزارت کې د پانګونې جلب او د ځمکو د اجارې ورکولو غونډه ترسره شوه

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۸ - ۱۵:۲۱
جلسه جلب سرمایه‌گذاری و اجاره‌دهی زمین در وزارت زراعت برگزار شد

۲۸ سلواغه ۱۴۰۴ه‍.ش
۲۹ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د پانګونې د جلب او د ځمکو د اجارې ورکولو تر سرلیک لاندې غونډه د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال د مولوی نورالدین عمیر په مشرۍ، ترسره شوه. په دې غونډه کې د پانګونې او د ځمکو د اجارې ورکولو د کمېټې رییسانو او سلاکارانو هم ګډون درلود او خپل نظرونه او وړاندیزونه یې وړاندې کړل.
مولوي نورالدین عمیر په دې غونډه کې ټینګار وکړ چې باید د پانګونې او د ځمکو د اجارې ورکولو د بهیر د اسانتیا لپاره یو روښانه او عملي لارښود جوړ شي، څو بزګران، سوداګر او پانګه‌وال وکولای شي په کرنیزو برخو کې په لا زیاتې اسانتیا سره فعالیت وکړي.
نوموړي زیاته کړه، چې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت ژمن دی، څو د مناسبو شرایطو په برابرولو سره د کورنیو پانګه‌والو لپاره د کرنیزو او سوداګریزو فعالیتونو د ودې او پراختیا زمینه برابره کړي او د هېواد د کرنیزو ځمکو له بالقوه ظرفیتونو څخه په اغېزمنه توګه ګټه واخیستل شي.
دا غونډه د کرنې وزارت د هغو هڅو یوه برخه بلل کېږي، چې موخه یې د کرنې د سکتور ملاتړ او د ځمکو په برخه کې د پانګونې راجلبول دي.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۹ - ۱۶:۶
Background image

میدان وردګو کې د ګیلاسو سوداګریزو بڼونو د پراختیا په پار هلې ځلې؛ ډېر شمېر بزګران وروزل شول

۱۹ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۱ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د میدان وردګو ولایت په جغتو، دایمیرداد، نرخ، چک، سیداباد، مرکز او جلریز ولسوالیو کې د ګیلاسو د سوداګریزو بڼونو د پراختیا په موخه مهم. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۹ - ۱۶:۳
Background image

دکرنې وزارت له‌خوا صنعت او سوداګرۍ وزارت ته ځمکه ولېږدول شوه 

۱۹ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۱ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د ځمکو چارو ریاست چارواکي وایي، چې د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د فرمان له مخې د کرنې وزارت د ځمکو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۹ - ۱۶:۲
Background image

د میدان وردګو لومړی حصې ولسوالی کې د اوبو د مدیریت پروژو سروې بشپړه شوه

۱۹ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۱ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د میدان وردګ ولایت د لومړي حصې ولسوالی په بېلابېلو حوزو کې د «ډاکار» مؤسسې تر چتر لاندې، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د چارواکو په. . .

بازگشت