د کرنې وزارت کړنې وارزول شوې

content_admin
سه‌شنبه ۱۳۹۸/۸/۲۱ - ۹:۵۸
د کرنې وزارت کړنې وارزول شوې

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت وضعیت د ارزونې په اړه د غونډو په دوام، نن ماښام د افغانستان اسلامي جمهوریت د جمهوررئیس محمد اشرف غني په مشرۍ غونډې د دغه وزارت کړنې او بنیادي اصلاحاتو پلان وارزاوه.

په دغه غونډه چې په ارګ کې وشوه، په پیل کې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت مسوولینو د دغه وزارت د وضعیت د ښه والي په اړه د خپلو کړنو راپور او پلان وړاندې کړ.

دوی د کرنې وزارت د لنډمهالې، منځ مهالې او اوږدمهالې دورنما له هغې جملې د کرنې د ودې او تولیداتو د زیاتوالي، له کروندګرو سره د لا زیات کار، د اوبولګولو بندونو د جوړولو، د کرنې ميکانیزه کولو، د کرنې پر ستراتېژۍ د کار، د کرنې د عوایدو د زیاتوالي، د کرنیزو محصولاتو صادارتو ته د پاملرنې او وارداتو د کمولو په اړه خپل لیدلوري او نظریات بیان کړل.

جمهوررئیس غني د دوی د خبرو او یاد پلان تر اورېدو وروسته وویل، د کرنې د ودې په خاطر باید په هېواد کې د خپلو اهدافو د تطبیق لپاره څارنه زیاته شي.

هغه د کرنیزو محصولاتو د وارداتو لپاره پر بدیلې طرحې ټینګار وکړ او وې ویل، افغانستان په اتو اقتصادي زونونو بدلېږي او باید د بندونو پر جوړولو او د اوبو پر عادلانه وېش لا زیات تمرکز وشي.

جمهوررئیس وویل پر ځنګلونو باید اساسي کار وشي او د ځنګلونو د زیاتوالي لپاره دې یو منظم سیستم ایجاد شي، همدارنګه دې د کرنې د ودې لپاره پر پنځه کلن پلان کار وشي او د کرنې دودیزه ډول دې پر اساسي او میکانیزه ډول بدل شي.

جمهوررئیس غني د کرنې په برخه کې د پانګونې پر جذب په ټینګار وویل، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت باید له کابل محورۍ او پر بهرنیو مرستو له وابستګۍ راووځي.

د هیواد جمهوررئیس څرګنده کړه، د کرنیزو محصولاتو پر ځنځیري ارزښت دې پانګونه وشي چې کرنیز تولیدات زیات شي، همدارنګه دې د کرنې په برخه کې خصوصي سکتور شامل شي.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۸ - ۱۳:۴۶
Background image

د خوست قومي مشرانو سره د عشر راټولولو پروسې د ښه تنظیم په موخه د همغږۍ ناسته ترسره شوه

۱۸ برګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۲ ذُوالحجّة ۱۴۴۷ هـ.ق
د خوست ولایت کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د عشر او زکات آمریتونو د خپلو دوامدارو هڅو په لړ کې، دا ځل د مرکز شمل حسن کوټ سیمه کې د عشر او. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۸ - ۱۳:۱۹
Background image

د کندهار د کرنې رییس او د «سي‌آراس» مسؤل د انارو او ممیزو د کیفیت لوړولو او بازارموندنې پر پراختیا خبرې وکړې

۱۸ برګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۲ ذُوالحجّة ۱۴۴۷ هـ.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي عبدالرشید منیب په خپل کاري دفتر کې د «سي‌آراس» له عمومي مسؤل «ډیویډ» سره ولیدل او د کندهار د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۸ - ۱۳:۱۶
Background image

کندهار کې د څاڅکو اوبو لګولو سیستم د پراختیا او ترویج په‌موخه سلګونه کروندګر روزل کېږي

۱۸ برګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۲ ذُوالحجّة ۱۴۴۷ هـ.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست له‌خوا د دې ولایت په ۱۹ ولسوالیو کې د څاڅکو (قطریي) اوبو لګولو سیستم د پراختیا او ترویج په موخه د. . .

بازگشت