د کرنې وزارت پلاوي د هلمند د کرنې سره وکتل
۳ تله ۱۴۰۲ه.ش
۱۰ ربیعالاول ۱۴۴۵ه.ق
د کرنې ، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د بڼوالۍ ریاست پلاوي د هلمند د کرنې رییس الحاج مولوي نظرمحمد صدیقي صاحب سره وکتل.
په دې کتنه کې، نوموړي پلاوي هلمند ته دخپل سفر موخه په دې ولایت کې د پراختیایي پروژو د تطبیق څرنګوالي، هلمند کې د بزګرو او بڼوالو د لومړیتوبونو تشخیصول او ترڅنګ یې د کرنې سکتور د ودې او بهبود په اړه د معلوماتو راټولول وبلل.
په همدې حال کې د هلمند دکرنې رییس یاد پلاوي ته د ښه راغلاست ترڅنګ په دې ولایت کې د یادو چارو د سرته رسولو په برخه کې د هر اړخیزې مرستې او همکارۍ ډاډ ورکړ.