د کرنې وزارت مشرتابه د خپلو کړنو او لاسته راوړنو راپور وړاندې کړل

۶ زمری ۱۴۰۴ هـ.ش
۳ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۷ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مشرتابه ملت ته د راپور ورکونې د پروګرام له لارې خپل د تېر کال د کړنو او لاسته راوړنو راپور او د روان کال کاري پلان وړاندې کړل.
په دې پروګرام کې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ کفیل او د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوی صدراعظم عثماني، د اوبولګولو او طبعیي سرچینو مرستیال مولوي باز محمد فیضان، مالي او اداري مرستیال ملا اغاجان اخند «حاجې سالم»، د ځمکو د استملاک او بيا مېشتېدنې عمومي رییس مولوي عبدالعلي عمري د امارت د رسنیو مرکز کې د یو مطبوعاتي کنفرانس له لارې خپل یوکلن کاري کړنې او لاسته راوړنې او فعالیتونه له خبریالانو او خلکو سره شریک او د خبریالانو پوښتنو ته یې ځوابونه وویل.
د کرنې وزارت کفیل او دکرنې او مالدارۍ مرستیال مولوی صدراعظم عثماني د مطبوعاتي کنفرانس په پیل کې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د یو کلن مهمو فعالیتونو له ډلې د کرنې، مالدارۍ، اوبولګولو، طبیعي سرچینو او د ځنګلونو ساتنې، اراضۍ، څېړنې، د مخدره توکو د کرکیلې مخنیوی، د شنوخونو او چکډېمونو جوړول، د نباتاتو (ملخ) او حیواني (طبق) ناروغیو او آفتونو سره د مبارزې، د څارویو واکسین او څارویو وقایې، د لابراټوارونو تجهیز، دکیمیاوي سرو وېش، د غنمو وېش او د کرنې میکاینزې په برخه کې معلومات وړاندې کړل.
هغه ټینګار وکړ، چې د کرنې وزارت اساسي موخه د بزګرانو او مالدارانو اقتصادي وضعیت ښه کول او هېواد ځان بسیاینې ته رسول دي. همداراز یې له هغو سوداګرو او پانګهوالو چې په بهر کې فعالیت لري، وغوښتل چې د هېواد د ثبات او امنیت په پام کې نیولو سره، په خپل هېواد کې پانګونه وکړي.
ورپسې د اوبولګولو او طبیعي سرچینو مرستیال مولوي بازمحمد فیضان، د ځنګلونو د ساتنې او بیارغونې، د چکډېمونو جوړولو، د ځنګلونو د پرېکولو او د لرګیو د قاچاق مخنیوي، د شاړو ځمکو زهکشۍ، د څړځایونو او خوندي سیمو سروې او تثبیت، د اوبولګولو کانالونو پاکولو او ترمیم، او د سړو خونو او زېرمه تونونو جوړونې په اړه معلومات وړاندې کړل.
په دوام کې، د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال ملا آغاجان «حاجي سالم» د غنمو د پېرلو او راټولولو، د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو څخه د عشر راټولولو، د عوایدو سرچینو، په ګدامونو کې د غنمو زېرمه کولو، په تشو بستونو کې د ځوانانو د ګمارنې، او د فساد پر ضد د اقداماتو په اړه معلومات ورکړل او له خلکو او سوداګرو یې وغوښتل، چې د هېواد د بیا رغونې په بهیر کې برخه واخلي.
همداراز، د اراضۍ ریاست کفیل او د ځمکو د استملاک او بيا مېشتېدنې عمومي رییس مولوي عبدالعلي عمري، د ملیونونو جریبه غصب شویو ځمکو د تثبیت او بېرته راګرځولو، زرګونو جریبه ځمکو پانګهوالو ته په اجاره ورکولو، امارتي ادارو ته د ځمکو لېږد، نوي جوړو شوو ۳۰ ولسوالیو ته د ځمکو ځانګړي کول، او په ټول هېواد کې د ۲۵۰ څخه زیاتو ملکیتي شخړو د حل په اړه معلومات وړاندې کړل.
په پای کې، خبریالانو د غنمو د تولید په برخه کې د ځان بسیاینې، د سړو خونو جوړولو، دمخدره توکو د کرکیلې بدیل، د کرنې وزارت د نړۍوالو همکاریو، د بندونو او اوبولګولو کانالونو جوړولو، او د ځنګلونو د پرېکولو د مخنیوي په اړه پوښتنې مطرح کړې، چې د کرنې وزارت چارواکو ورته ځوابونه ورکړل.
رهبری وزارت زراعت، گزارش فعالیتهای یکسالهاش را در مرکز رسانهها شریک ساخت
۶ اسد ۱۴۰۴ هـ.ش
رهبری وزارت زراعت، آبیاری و مالداری طی نشست مطبوعاتی در مرکز رسانههای حکومت و با حضور مولوی صدراعظم عثمانی معین زراعت و مالداری و کفیل وزارت زراعت، مولوی بازمحمد فیضان معین آبیاری و منابع طبیعی، ملا آغاجان "حاجیسالم" معین مالی و اداری، و مولوی عبدالعلی عمری رییس عمومی استملاک و اسکان مجدد، گزارش فعالیتهای یکساله این وزارت را با رسانهها شریک کردند و به پرسشهای خبرنگاران پاسخ دادند.
در آغاز نشست، مولوی صدراعظم عثمانی، معین زراعت و مالداری، سخنرانی کرد و عمدهترین فعالیتهای وزارت را در بخشهای زراعت، مالداری، آبیاری، حفاظت از جنگلها، منابع طبیعی، اراضی، تحقیقات، جلوگیری از کشت مواد مخدر، ساخت سبزخانهها و چکدمها، مبارزه با امراض حیوانی (طبق) و نباتی (ملخ)، ایجاد قطعات نمایشی، تجهیز لابراتوارها، توزیع کود کیمیاوی، توزیع تخم گندم و میکانیزهسازی زراعت تشریح کرد.
او تأکید نمود که هدف اصلی وزارت زراعت، بهبود اقتصاد دهقانان و مالداران و رسیدن به خودکفایی در کشور است. همچنان از تاجران و سرمایهگذارانی که در خارج از کشور فعالیت دارند، خواست تا با توجه به تأمین امنیت و ثبات در کشور، در وطن خود سرمایهگذاری کنند.
سپس مولوی بازمحمد فیضان، معین آبیاری و منابع طبیعی، در مورد حفاظت و احیای جنگلها، اعمار چکدمها، جلوگیری از قطع جنگلات و قاچاق چوب، زهکشی زمینهای شور، سروی و تثبیت علفچرها و ساحات حفاظتشده، پاککاری و ترمیم کانالهای آبیاری و اعمار سردخانهها و ذخیرهگاهها معلومات ارائه کرد.
در ادامه، ملا آغاجان "حاجیسالم"، معین مالی و اداری وزارت زراعت، در مورد خریداری و جمعآوری گندم، اخذ عشر از محصولات زراعتی و مالداری، منابع عایداتی، ذخیرهسازی گندم در گدامها، استخدام جوانان در بستهای خالی و اقدامات در راستای مبارزه با فساد معلومات داد و از مردم و تاجران خواست که در بازسازی وطن سهم بگیرند.
همچنان مولوی عبدالعلی عمری، کفیل اداره عمومی اراضی، در مورد تثبیت و استرداد میلیونها جریب زمین غصبشده، اجاره هزاران جریب زمین به سرمایهگذاران، انتقال زمین به ادارات امارتی، اختصاص زمین به ۳۰ ولسوالی تازهتشکیل و حل بیش از ۲۵۰ قضیه منازعات ملکی در سراسر کشور توضیح داد.
در پایان، خبرنگاران پرسشهایی در زمینه خودکفایی در تولید گندم، اعمار سردخانهها، بدیل کشت مواد مخدر، همکاریهای بینالمللی وزارت زراعت، اعمار بندها و کانالهای آبیاری و جلوگیری از قطع جنگلات مطرح کردند که از مسوولان وزارت زراعت به آن پاسخ داده شد.