د کرنې وزارت مرستیال د ایران د اوبو لګولو د نوې ټکنالوژۍ او تجهیزاتو په نندارتون کې ګډون وکړ

mail-admin
شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۳ - ۹:۲۴
معین وزارت زراعت در نمایشگاه تجهیزات و تکنالوژی‌های نوین آبیاری ایران اشتراک کرد

١۳ مرغومې ۱۴۰۴ه‍.ش
۱۳ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۷ه‍.ق
د سیمه‌ییزو همکاریو د پراختیا او د کرنې او اوبو لګولو په برخه کې د نوو تجربو د ترلاسه کولو په موخه، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د اوبو لګولو او قدرتي سرچینو مرستیال مولوي بازمحمد فیضان د یو رسمي پلاوي په مشرۍ د ایران اسلامي جمهوریت په بلنه تهران ته سفر وکړ. په دې سفر کې د وزارت د مقام سلاکار شفیع‌الله مهمند، د خصوصي سکتور د پراختیا رییس قاري محمد اکبر امیني او مفتي محمد ثابت ثاقب د هېواد د کرنې وزارت د مرستیال ملتیا کوله.
د افغانستان د اسلامي امارت پلاوي په تهران کې په هغه تخصصي نندارتون کې ګډون وکړ، چې د کرنیزې ماشینرۍ، د اوبو لګولو پر نوو سیستمونو، ځېرک کرنه او د اوبو د سرچینو پر دوامدار مدیریت متمرکز و، او د ایران د کرنې جهاد وزارت د اوبو او خاورې مرستیال په شتون کې یې د نندارتون له بېلابېلو برخو څخه لیدنه وکړه. د دې لیدنې پر مهال د څاڅکي، باراني او ځېرک اوبو لګولو پرمختللي سیستمونه معرفي شول، چې د موبایل اپلېکېشنونو او دقیقو سنسرونو په وسیله د نباتاتو د اوبو او سرې اړتیا ټاکي او د اوبو او انساني ځواک مصرف تر ټولو ټیټې کچې ته راکموي. دغه ټکنالوژۍ د افغانستان له شرایطو سره د تطبیق وړ دي او کولی شي د کرنې د حاصل‌خېزۍ په لوړولو کې مرسته وکړي.
همدارنګه، د پلاوي غړو د کرنې او اوبو لګولو په برخه کې له فعالو شرکتونو او بنسټونو سره په دوه‌اړخیزو سوداګریزو ناستو (B2B) کې ګډون وکړ، څو د همکارۍ زمینې، د تجربو لېږد او د کرنې په سکتور کې د پانګونې د جلب پر لارو چارو بحث وشي.
یاد سفر د کرنې وزارت د هغو پروګرامونو په لړ کې ترسره شو، چې موخه یې د کرنې میکانیزه کول، د اوبو لګولو سیستمونو ښه والی او په هېواد کې د ځیرک کرنې پراختیا ده، او دا به د خصوصي سکتور د پیاوړتیا او د کرنیزو تولیداتو د حاصل‌خېزۍ د زیاتوالي لامل شي.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۵:۲۷
Background image

روزګان کې د لبنیاتو دوه معیاري مرکزونه فعال شول

۱ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۰ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د روزګان ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست تر چتر لاندې، د هالنډ کمېټې په مالي ملاتړ، د دغه ولایت په مرکز ترینکوټ او دهراوود ولسوالی. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۴:۳۱
Background image

بلخ کې د شېدو راټولولو مرکز جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

۱ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۰ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د بلخ ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په همکارۍ، د «ډي‌سي‌اې» مؤسسې په مالي او تخنیکي ملاتړ او د بلخ ولسوالی د کرنیزو خدمتونو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۴:۳۰
Background image

د خوست صبریو او یعقوبیو ولسوالی کې پر سلګونو بزګرانو د اصلاح شویو غنمو تخمونه وېشل کېږي

۱ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۰ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په چوکاټ کې، د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په مالي ملاتړ او د «اوآرډي». . .

بازگشت