د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال له کوېټي سوداګر سره وکتل

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۶/۵ - ۹:۳۱
د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال له کوېټي سوداګر سره وکتل

۵ وږی ۱۴۰۲ه‍.ش
۱۰ صَفَرُ المُظَفَّر ۱۴۴۵ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي فضل الباري فضلي د کویټ له یو سوداګر جمال عبدالعزیز سلیمان سره وکتل.
په دې کتنه کې ښاغلي جمال عبدالعزیز سلیمان په افغانستان کې د جوجوبا د بڼونو د جوړولو په برخه کې د پانګونې په اړه خپل لېوالتیا څرګنده کړه او زیاته یې کړه: «موږ لېواله یو چې د کویټ د نورو سوداګرو او د دغه وزارت په همکارۍ په افغانستان کې د جوجوبا د بڼونو په جوړولو کې پانګونه وکړو. موږ د کرنې له وزارت څخه غواړو چې موږ ته د بڼ جوړولو لپاره مناسبه ځمکه په کرایه راکړي.»
په ورته وخت کې د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال دوی ته ډاډ ورکړ چې د افغانستان اسلامي امارت هوډ لري، چې د بهرنیو پانګوالو د پانګونې لپاره لازمې اسانتیاوې برابرې کړي او موږ به ورته هر ډول اسانتیاوې برابرې کړو: «د کرنې وزارت په توګه، موږ د کورنیو او بهرنیو سوداګرو لپاره د ځمکې او بشري سرچینو په برابرولو کې هر اړخیزه همکاري کوو او تاسو باید د کرنې وزارت له تخنیکي ټیم سره لیدنه وکړئ ترڅو دا بوټي (جوجوبا) مطالعه کړي، چې د هېواد په کومو برخو کې ښه پایلې ورکوي.
مالي او اداري مرستیال همدارنګه له یاد سوداګر څخه وغوښتل، چې د بڼونو د جوړولو پلان د کرنې وزارت د توافقي څیړنې، خاورې پېژندنې او بڼوالۍ ریاستونو ته وسپاري، تر څو د بڼوالۍ لپاره د مناسبې ځمکې په ترلاسه کولو کې له اړوندو ادارو سره همکاري وکړي. 
جوجوبا د زیتون د ونې په څېر یوه ونه ده، چې له تخمونو څخه یې تولید شوي تېل په طب او صنعت کې کارول کېږي.

دیدار معین مالی و اداری وزارت زراعت با  یک تجار کویتی 
۵ سنبله ۱۴۰۲ هـ.ش
مولوی فضل الباری فضلی معین مالی و اداری وزارت زراعت، آبیاری و مالداری  با جمال عبدالعزیز سلیمان یکتن از تجاران کشور کویت دیدار کرد.
در این دیدار آقای جمال عبدالعزیز سلیمان علاقمندی خویش را مبنی بر سرمایه گذاری در بخش  احداث باغ‌های درخت جوجوبا در افغانستان بیان کرده افزود"ما علاقمند هستیم که در همکاری با سایر تجار کویت در بخش احداث باغ‌های جوجوبا در افغانستان سرمایه گذاری نمایم و از وزارت زراعت می خواهیم که برای زمین مناسب جهت احداث باغ را به اجاره بدهد".
در همین حال معین مالی و اداری وزارت زراعت برای شان اطمینان داد که امارت اسلامی افغانستان مصمم بر فراهم نمودن سهولت‌های لازم برای سرمایه گذاری سرمایه گذاران خارجی می‌باشد و برایشان هر نوع امکانات را فراهم می نماییم" ما منحیث وزارت زراعت در قسمت فراهم نمودن زمین و منابع بشری  برای تجار داخلی و خارجی همکاری همه جانبه می‌نمایم و شما با تیم تخنیکی وزارت زراعت دیدار کنید تا این بته ( جوجوبا)  را مطالعه نمایند که این بته در کدام قسمت‌های کشور حاصل خوب می‌دهد.
معین مالی و اداری همچنان از تجار متذکره خواست تا طرح ایجاد باغ ها را  به ریاست‌های تحقیقات توافقی، خاک شناسی و باغداری  وزارت زراعت اراییه نماید تا آنها در بخش های مربوطه جهت دریافت زمین مناسب برای شما همکاری نمایند.
جوجوبا یک درختی است مانند  درخت زیتون که از روغن تولید شده از دانه های آن در طبابت و صنعت استفاه صورت می گیرد.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۷:۳۵
Background image

د کندهار تخته‌پل کې د ۲.۷ میلیونه افغانیو په ارزښت د اوبو زېرمه کولو چکډېم ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

۲۵ برګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۹ ذُوالحجّة ۱۴۴۷ هـ.ق
د اوبو د سرچینو د پیاوړتیا، د باراني اوبو د مهارولو او د کرنیزو او مالدارۍ فعالیتونو د ملاتړ په موخه، د کندهار ولایت د تخته‌پل ولسوالی په. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۷:۳۴
Background image

ننګرهار کې بزګرانو ته د ناروغیو مخنیوي اوبڼونو ښه مدیریت په موخه روزنه ورکړل شوه

۲۵ برګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۹ ذُوالحجّة ۱۴۴۷ هـ.ق                                                                  
 د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د کوټ، لعلپورې، کوزکونړ. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۷:۳۳
Background image

دمیدان وردګو ولایت په چک ولسوالی کې دبروسلوز ناروغۍ دمخنوي په موخه دواکسین کمپاین پیل شو

۲۵ برګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۹ ذُوالحجّة ۱۴۴۷ هـ.ق
دمیدان وردګو ولایت دچک ولسوالی کې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په مالي ملاتړ  دمسؤلو کسانو په هماهنګۍ د حیوانی محرقې. . .

بازگشت