د کرنې وزارت له همکارو موسیسو سره د کارپیل په موخه د همغږۍ غونډه جوړه شوه

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۰/۷/۱۳ - ۱۰:۲۴
جلسه هماهنگی به‌منظور آغاز کار موسسه‌های همکار وزارت زراعت برگزار شد

۱۳ تله  ۱۴۰۰ هـ.ش
۲۸ صفر ۱۴۰۰ هـ.ق
د کرنې وزارت د مالدارۍ اوکرنې مرستیال، له همکارو موسیساتو سره بیاځلې د کار پیل په موخه د یوشمیر دولتي رئیسانو او همکارو موسیسو له مسولینو سره د همغږۍ غونډه ترسره کړه.
دا غونډه د همکارو موسیساتو له لارې پلي شوي پروژو د بیا پیل لپاره د همغږۍ په موخه جوړه شوې وه، او پدې ناسته کې، د کرنې او مالدارۍ مرستیال د شریکو پروژو چارواکو ته لارښوونه وکړه چې د نیمګړو پروژو کار بیا پیل کړي ترڅو د خلکو ستونزې حل شي. او د کاري دندوو لپاره زمېنه برابره شي.
ا.ا.ا د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د مالدارۍ او کرنې مرستیال مولوی صدراعظم، په یاده جلسه کې د کار په ترسرکولو په همغږي تاکید وکړ او یې ویل. "د افغانستان د اقتصاد اساس کرنه او مالداري ده، او د افغانستان ډیری خلک په دې سکتور کې بوخت دي. د کیفیت او کمیت، ټیټ مصرف او ډیر تولید له مخې د کرنې او کرنیزو محصولاتو لوړول زموږ او تاسو مسؤلیت دی."
په ورته وخت کې، د کرنې او مالدارۍ مرستیال د اړوندو ریاستونو او همکارو موسیساتو مالي او اداري ستونزې وڅیړلې او ویې ویل چې دا ټولې ستونزې به ډیر ژر حل شي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۹:۱
Background image

د ننګرهار مومندرې ولسوالی کې لسګونو کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۲ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د بشري خیریه مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د «کورډیډ» مؤسسې په مالي ملاتړ، د مومندرې ولسوالی. . .

بازگشت