د کرنې وزارت له خوا د ځنغوزیو او د ممیزو د پروسس د فابریکو د جوړولو تړونونه لاسلیک شول

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۰/۲/۱۴ - ۱۲:۲۹
د کرنې وزارت له خوا د ځنغوزیو او د ممیزو د پروسس د فابریکو د جوړولو تړونونه لاسلیک شول

۱۴ غویی ۱۴۰۰
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د خوست په ولایت کې د ځنغوزیو د پروسس او په کابل کې د ممیزو پاکولو د یوې فابریکې تړون له دوو کرنیزو شرکتونو سره لاسلیک کړل.
یاد قراردادونه نن دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر ډاکټر انوارالحق احدي له خوا د «مرید فایق» شرکت رییس حاجي سردارآقا او د «رحماني ځدران» د شرکت رییس شهزاده ځدراڼ سره لاسلیک شول.
ددغو تړونونو پر بنسټ د کرنې وزارت اړوند د بڼوالۍ ځنځیري ارزښت دودې سکټوري پروژې «HVCDSP» او د«مرید فایق» شرکت په ګډه پانګونه، د ۳.۲ میلیون ډالرو په لګښت په کابل کې د ممیزو پاکولو فابریه جوړېږي. دکرنې وزارت د بڼوالۍ ځنځیري ارزښت دودې سکټوري پروژې له لارې د ممیزو پاکولو فابریکې په جوړولو کې یو میلیون ډالر بلاعوضه مرسته کوي. د بڼوالۍ ځنځیري ارزښت د ودې سکټوري پروژه «HVCDSP» د آسيايي پراختيايي بانک «ADB» له خوا تمویلېږي.
دغه راز د خوست په ولایت کې د ځنغوزیو د پروسس د یوې فابریکې د جوړولو په برخه کې هم د کرنې وزارت او د «رحماني ځدراڼ» کرنیز شرکت په ګډې پانکونې د ۳۶۰ زره ډالرو په لګښت پانګونه کېږي. په دې پانګونه کې د کرنې وزارت ونډه ۱۸۰ زره ډالر ده. دا لګښت هم د اسایي پراختیایي بانک په ملاتړ د بڼوالۍ ځنځیري ارزښت د ودې سکټوري پروژې له خوا تامینېږي.
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر ډاکټر انوارالحق احدي ددغو تړونونو په غونډه کې وویل، چې په خوا افغانستان په نړۍ کې د ممیزو تر ټولو مهم صادروونکی هېواد ګڼل کېده او دولت هڅه کوي، چې دا برم بېرته ترلاسه کړي.ښاغلی احدي زیاته کړه د ځنغوزیو د تولید او صادراتو په برخه کې هم ښه ګامونه اخیستل شوي دي خو تر دې دمه دا ګامونه لومړني ګامونه دي.
د کرنې وزیر ټینګار وکړ، چې د تولید او صادراتو په زیاتوالی کې خصوصي سکټور ډېر مسوولیت لري. هغه دغه راز وویل، چې د دولت او خصوصي سکټور ګډه پانګونه د پانوګونې لپاره تر ټولو مهم مشوق دی. ښاغلی احدي وایي، چې ددغو پانګونو موثریت هم زیاد دی.

 

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۳ - ۱۵:۱۷
Background image

خوست کې ۲۰۰ مستحقو بزګرانو ته شنې خونې او د کورنیو باغچو توکي ووېشل شول

۲۳ برګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۷ ذُوالحجّة ۱۴۴۷ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر چتر لاندې د مرکز اړوند د لکڼ، شمل او متون واحدونو په بېلابېلو کلیو کې ۲۰۰ مستحقو بزګرانو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۳ - ۱۴:۲۵
Background image

خوست کې یوشمېر بڼوال او بزګران وروزل شول

۲۳ برګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۷ ذُوالحجّة ۱۴۴۷ هـ.ق
د خوست ولایت کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر چتر لاندې د علېشیرو او تریزیو ولسوالی کرنیزو چارو عمومي مدیریت له لوري د یادې ولسوالی یوشمېر. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۳ - ۸:۵۰
Background image

پکتیکا ولایت کې ۴۷ بزګرانو ته د لوبیا اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې ووېشل شوې

۲۳ برګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۷ ذُوالحجّة ۱۴۴۷ هـ.ق
د پکتیکا ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ او همکارۍ، د اړیکو دفتر مؤسسې د کرنې او مالدارۍ ټیم د کرنیزو چارو مسؤلینو له لوري. . .

بازگشت