د کرنې وزارت لخوا د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ادارې ته ځمکه ولېږدول شوه

qiam_amin
دوشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۶ - ۸:۵۶
د کرنې وزارت لخوا د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ادارې ته ځمکه ولېږدول شوه

۵ سلواغه ۱۴۰۴ه‍.ش

۶ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۷ه‍.ق

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اراضۍ ریاست کې جوړه شوې غونډه کې، چې د اراضۍ ریاست د ځمکو د انتقال او وېش رییس حافظ عبدالکبير زاهد او د طبیعي پېښو په وړاندې د مبارزې ملي ادارې مالي او اداري رييس مولوي عبدالله محمدي ګډون درلود، د کرنې وزارت د اراضۍ رياست لخوا د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ادارې ته ځمکه ولېږدول شوه.

ياده ځمکه د طبيعي پېښو په وړاندې د مبارزې ادارې په وړانديزونو او د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه الله تعالی) د حکم په اساس د اراضۍ رياست لخوا يادې ادارې ته د پروان ولایت شینوارو ولسوالی کې په ۶۰ جريبه ځمکه سېلاب ځپلو خلکو ته د هغو د ستونزو د حل په موخه ولېږدول شوه.

د یادې ځمکې لېږد ټړون د کرنې وزارت اراضۍ ادارې د ځمکو د انتقال او وېش رئيس حافظ عبدالکبير زاهد او د طبیعي پېښو په وړاندې د مبارزې ملي ادارې مالي او اداري رييس مولوي عبدالله محمدي ترمنځ لاسلیک شو.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۹:۷
Background image

ننګرهار کې د اوبو د سپما او اغېزمنې کارونې په موخه د څاڅکي اوبخور سیستم د نصب چارې پیل شوې

۲ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۱ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر الحاج مولوي عطاءالله عمري له لوري د ننګرهار څېړنیز مرکز د بڼوالۍ په ملي کلکسیون کې د څاڅکي اوبخور سیستم. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۹:۷
Background image

د ننګرهار شینوارو کې د حیواني او نباتي درملتونونو څارنه وشوه

۲ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۱ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست تر چتر لاندې، د شینوارو ولسوالی د کرنیزو او مالدارۍ خدمتونو مدیریت ګډ پلاوي د غني خېلو، پله. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۵:۲۷
Background image

روزګان کې د لبنیاتو دوه معیاري مرکزونه فعال شول

۱ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۰ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د روزګان ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست تر چتر لاندې، د هالنډ کمېټې په مالي ملاتړ، د دغه ولایت په مرکز ترینکوټ او دهراوود ولسوالی. . .

بازگشت