د کرنې وزارت د پلان لوی رییس د په افغانستان کې د کرنې کلسټر له چارواکو سره وکتل

mail-admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۴/۵ - ۱۰:۴۲
د کرنې وزارت د پلان لوی رییس د په افغانستان کې د کرنې کلسټر له چارواکو سره وکتل

۵ چنګاښ ۱۴۰۴ ه‍.ش
۲۹ ذُو الحِجَّةِ ۱۴۴۶ه‍.ق 
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د پروګرامونو د پلان او همغږۍ لوی رییس مولوي عبدالغفور په مشرۍ، په افغانستان کې د کرنې کلسټر له عمومي مسؤل او د هغه له تخنیکي ټيم سره د کرنې په وزارت کې د همغږۍ او تخنیکي غونډه ترسره شوه.
په دې ناسته کې دواړو لوریو د تخنیکي همکاریو، لا ډېرې همغږۍ او په افغانستان کې د کرنیزو پروګرامونو د پراختیا په اړه بحث او نظرونه تبادله کړل.
مولوي عبدالغفور د کرنې کلسټر له هڅو د مننې ترڅنګ د هېواد د کرنيز سکتور د ودې لپاره د ګډو همکاریو پر دوام ټینګار وکړ. هغه زیاته کړه، چې راتلونکې پروژې باید د کرنې وزارت د ټاکل شويو لومړيتوبونو له مخې عملي شي، څو د هغوی اغېزمنتیا او ګټه لا زیاته شي.

دیدار رئیس عمومی پلان وزارت زراعت با مسئولین کلستر زراعت در افغانستان
۵ سرطان ۱۴۰۴ هـ.ش
جلسه هماهنگی و تخنیکی تحت رهبری مولوی عبدالغفور، رئیس عمومی پلان و هماهنگی برنامه‌های وزارت زراعت، آبیاری و مالداری، با مسئول عمومی کلستر زراعت در افغانستان و تیم تخنیکی آن، در مقر وزارت زراعت برگزار گردید.
در این دیدار، طرفین در مورد همکاری‌های تخنیکی، هماهنگی بیشتر و انکشاف برنامه‌های زراعتی در افغانستان بحث و تبادل نظر نمودند.
مولوی عبدالغفور ضمن قدردانی از تلاش‌های کلستر زراعت، بر ادامه همکاری‌های مشترک در جهت توسعه سکتور زراعتی کشور تأکید ورزید و خاطرنشان ساخت که پروژه‌های آینده باید مطابق با اولویت‌های تعیین‌شده وزارت زراعت تطبیق گردند تا تاثیرگذاری و بهره‌وری آن‌ها بیشتر گردد.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۵ - ۱۵:۳۰
Background image

د افغانستان د کرنې او مالدارۍ په نندارتون کې د څه باندې ۲۰۰ میلیونه ډالرو په ارزښت ۷۴ هوکړه‌لیکونه لاسلیک شول

۲۵ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۲ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
په کابل کې د افغانستان د کرنې او مالدارۍ د نړۍوال نندارتون له پای ته رسېدو سره هم‌مهاله، د افغانستان د کرنې او مالدارۍ خونې رییس، خان. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۵ - ۱۴:۵۷
Background image

د کرنې وزارت د مالي او اداري مرستیال له لوري د تخار د کرنې ریاست د فعالیتونو ارزونه

۲۵ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۲ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي نورالدین عمیر تخار ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د دغه ولایت د کرنې ریاست. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۵ - ۹:۵۶
Background image

د ننګرهار په کوټ ولسوالی کې ۳۰ اړمنو کورنیو ته دوه کلنې بلاربې خوسکۍ ووېشل شوې

۲۵ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۲ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ډاکار مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د «ډانیډا»مؤسسې  په مالي ملاتړ، د کوټ ولسوالی ۳۰. . .

بازگشت