د کرنې وزارت د ودانیزو پروژو د ارزونې په موخه غونډه دائره شوه

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۶/۲۷ - ۱۵:۴۷
د کرنې وزارت د ودانیزو پروژو د ارزونې په موخه غونډه دائره شوه

٢۷ وږي ۱۴۰۲ه‍.ش
۳ ربیع‌الاول ۱۴۴۵ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدر اعظم عثماني په مشرۍ او د پلټنې عالي ادارې د چارواکو په شتون کې د ودانیزو چارو، اجرااتو او قوانینو د پلټنې په موخه غونډه دائره شوه.
په دې غونډه کې د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدر اعظم عثماني د ودانیزو او عامه ملکیتونو د چارو د څارنې او ارزونې قدرداني وکړه او ویې ویل: «د عامه املاکو او ساختماني چارو پلټڼه او ارزونه باید د افغانستان اسلامي امارت د تګلارې پر بنسټ ترسره شي او دا کار د اداراتو د فعالیتونو د ښه کولو لپاره اغیزمن دی.»
په همدې حال کې د پلټنې عالي ادارې مسوولینو د پروژو پلي کولو د روڼتیا په موخه د ودانیزو چارو د معنوي او فزیکي معاینې او کنټرول او دغه راز د عامه پروژو د اجرااتو او قوانینو په اړه خبرې وکړې.

جلسه به منظور تفتیش پروژه‌های ساختمانی وزارت زراعت برگزار شد
۲۷ سنبله ۱۴۰۲ هـ ش
جلسه ای به منظور تفتیش امور ساختمانی، عملکرد و قوانین به سرپرستی مولوی صدر اعظم عثمانی معین زراعت و مالداری وزارت زراعت، آبیاری و مالداری با اشتراک مسوولان اداره عالی تفتیش دایر گردید. 
در این جلسه، مولوی صدر اعظم عثمانی معین زارعت و مالداری از بررسی و تفتیش امور ساختمانی و دارایی عامه تقدیر نموده گفت" تفتیش و بررسی دارایی عامه و امور ساختمانی بر اساس پالیسی امارت اسلامی افغانستان باشد و این کار برای بهبود فعالیت ادارات موثر است".
درهمین حال مسوولان اداره عالی تفتیش در این جلسه  از بررسی و کنترول عینی و فزیکی امور ساختمانی، عملکرد و قوانین پروژه‌های عامه جهت دریافت اطمینان از  تطبیق شفاف پروژه ها سخن زدند.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۹ - ۱۳:۲۶
Background image

غزني کې د پرمختیايي پروژو پلي کېدل؛ د کارموندنې او اقتصادي ودې لپاره مهم ګام

۹ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۱ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د غزني ولایت په مرکز او یو شمېر ولسوالیو کې د «اف جي اې» مؤسسې په همکارۍ بېلابېلې پرمختیايي پروژې پلي کېږي، چې موخه یې د خلکو اقتصادي. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۹ - ۱۲:۲۶
Background image

د میدان وردګو جغتو کې د شفتالو او ګیلاسو بڼونو جوړولو په پار نیالګي ووېشل شول

۹ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۱ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د میدان وردګو ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د افغان سوله جوړونکي مؤسسې په همکارۍ، د جغتو ولسوالی په بېلابېلو کلیو کې د شفتالو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۹ - ۱۰:۱۳
Background image

د ننګرهار دکرنې ریاست: نږدې ۳۷ زره جریبه ځمکه کې تېلي بوټي کرل کېږي

۹ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۱ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت او چارو ادارې لوي ریاست استازو د ننګرهار د کرنې رییس مولوي عبدالستار محمد سره په ننګرهار ولایت کې د ٣٦. . .

بازگشت