د کرنې وزارت د اوبولګولو او طبیعي سرچینو مرستیال د یوناما له مسوولانو سره وکتل

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۲/۱ - ۱۲:۳۷
د کرنې وزارت د اوبولګولو او طبیعي سرچینو مرستیال د یوناما له مسوولانو سره وکتل

۱ غویی ۱۴۰۴ ه‍.ش
۲۳ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۶ه‍.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د اوبو لګولو او طبیعي سرچینو مرستیال مولوي باز محمد فیضان، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ(يوناما)د اقلیم بدلون سلاکارې چیرټي واټسن، کورل پاول زیانتک، د سیاسي اقتصاد د څانګې مشر، او مجیب عثمان، د یادې څانګې غړی، سره په دغه وزارت کې لیدنه او خبرې اترې وکړې.
یاده لیدنه د افغانستان د وچکالۍ او اقلیمي بدلونونو د وضعیت د ارزونې په موخه ترسره شوې وه.
ددې لیدنې په ترڅ  کې مولوي باز محمد فیضان وویل، چې افغانستان له سختې وچکالۍ او د اقلیمي بدلون له ناوړو پایلو سره مخ دی، او دا حالت د هېواد پر کرنه او مالدارۍ مستقیم اغېز کوي.
نوموړي د اوبو د کمښت یادونه وکړه او له نړۍوالو بنسټونو یې وغوښتل، چې په دې برخه کې خپلې مرستې زیاتې کړي، او له نړۍوالو ادارو یې غوښتنه وکړه، چې د اقلیمي بدلون له امله د رامنځته شوې ستونزې د کمولو لپاره له افغانستان سره مرسته وکړي.
بل‌خوا، چیریټي واټسن د یوناما د اقلیمي بدلون سلاکارې وویل، چې د دوی د دفتر اساسي موخه د کرنې او اقلیمي بدلون اړوندو برنامو ملاتړ دی، او زیاته یې کړه، چې هڅه کوي په دې برخه کې ځانګړې پلانونه ترتیب او عملي کړي.
د واټسن په وینا، د څښاک د اوبو حوزې مدیریت د ملګروملتو ادارې د ماشومانو ملاتړصندوق يا( يونیسف) ته سپارل شوی، د اوبو لګولو چارې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف،اې،او»، د اوبو سرچینې نړۍوال بانک ته او د ګډو اوبو مدیریت یوناما ته سپارل شوی دی.


معین آبیاری و منابع طبیعی وزارت زراعت با مسوولان یونما دیدار کرد
۱ ثور ۱۴۰۴ هـ.ش
مولوی بازمحمد فیضان، معین آبیاری و منابع طبیعی وزارت زراعت، آبیاری و مالداری با چیریتی واتسن مشاور تغییر اقلیم دفتر معاونت سازمان ملل متحد در افغانستان (یونما)، کورل پاول زیانتک رئیس بخش اقتصاد سیاسی و مجیب عثمان عضو این بخش در وزارت زراعت دیدار و گفت‌وگو کرد.
در این دیدار که به هدف بررسی وضعیت خشک‌سالی و تغییرات اقلیم در افغانستان برگزار شده بود، مولوی  باز محمد معین آبیاری و منابع طبیعی وزارت زراعت گفت که افغانستان به‌گونه جدی با خشک‌سالی و پیامدهای تغییر اقلیم مواجه است و این وضعیت تأثیر مستقیم بر زراعت و مالداری کشور دارد.
او از کم بودن یاد آوری کرده و خواستار کمک‌ بیشتر نهاده های بین‌المللی در این بخش شده و از نهادهای جهانی خواست تا در راستای کاهش بحران ناشی از تغییرات اقلیم، افغانستان را همکاری کنند.
از سوی دیگر، چیریتی واتسن مشاور تغییر اقلیم یونما، هدف اصلی این نهاد را حمایت از برنامه‌های مرتبط به زراعت و تغییرات اقلیم عنوان کرده، گفت که تلاش دارند طرح‌های مشخص در این زمینه تهیه و عملی شود.
به گفته واتسن، مدیریت حوضه آب آشامیدنی به صندوق حمایت از کودکان سازمان ملل (یونیسف)، آبیاری به سازمان خواربار و زراعت ملل متحد، منابع آبی به بانک جهانی و آب‌های مشترک به یونما سپرده شده است.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۴:۳۱
Background image

ننګرهار کې ۴۰۰ زره غټو څارویو ته د پوستکي د دانو ناروغۍ واکسین پلې کېږي


٢٢ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
٢٩ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
ننګرهار ولایت کې د مالدارۍ سکتور د پیاوړتیا او د غټو څارویو د پوستکي د دانو ناروغۍ د مخنیوي په موخه ۴۰۰ زره دوزه واکسین د غواګانو او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۱:۳۶
Background image

کونړ  کې ۶۵ بزګرانو ته د جوارو، لوبیا او شولو ننداریزو کروندو لپاره د کرنیزو توکو وېش

٢۲ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
٢۹ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د پراختیايي بودیجې په چوکاټ کې، د کونړ ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د کرنیزو خدماتو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۸:۳۰
Background image

د افغانستان د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو له نړۍوال نندارتون څخه د ایراني پلاوي لیدنه 

۲۲ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۸صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
 د ایران د اسلامي جمهوریت لوړپوړي پلاوي، چې مشري یې د ایران د کرنې جهاد وزیر غلامرضا نوري قزلجه کوله، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت. . .

بازگشت