د کرنې وزارت د اطلاعاتو او عامه پوهاوی نوی رییس او ویاند معرفي شو

user-admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۰ - ۱۶:۰
د کرنې وزارت د اطلاعاتو او عامه پوهاوی نوی رییس او ویاند معرفي شو


۲۰ زمری ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۷ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۷ هـ.ق
مولوي شېرمحمد حاتمي د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د اطلاعاتو او عامه پوهاوی د نوي رییس او ویاند په توګه معرفي او په رسمي ډول یې خپل کار پیل کړ.
د نوموړي د پېژندنې په مراسمو کې دکرنې وزارت مالي او اداري مرستیال ملا آغاجان آخند «حاجي سالم»، د وزارت یو شمېر رئیسان او سلاکاران حضور درلود او د هغه له پخوانیو صادقانه خدمتونو څخه قدرداني وشوه.
ملا آغاجان آخند «حاجي سالم» په خپلو خبرو کې د اسلام د شایسته‌سالارۍ پر اصل ټینګار وکړ او مولوي شېرمحمد حاتمي یې له نوښتګرو او نیک‌نامو مجاهدینو څخه یاد کړ. هغه وویل، چې نوموړي له فتوحاتو څخه مخکې او د امارت د نظام په تېرو څلورو کلونو کې صادقانه خدمتونه کړي دي او اوس د افغانستان اسلامي امارت مشرتابه دغه مسؤلیت ورسپارلی دی.
مولوي شېرمحمد حاتمي د اقتصاد په برخه کې د لېسانس او د ديني علومو په برخه کې د ماسترۍ ترکچې لوړې زده کړې لري. هغه تر دې وړاندې د وزارت د مقام د دفتر ریاست د کورنیو اړیکو آمر او د کرنې وزارت د اوبو ایستنې«زهکشۍ» او د کرنیزو ځمکو د اصلاح رییس په توګه دنده ترسره کړې ده. نوموړي له  پېژندنې وروسته د وزارت او خلکو ترمنځ د اړیکو پیاوړتیا او د اطلاع‌رسونې د کیفیت د ښه والي لپاره پر خپل ژمنې او هڅو ټینګار وکړ.


معرفی رئیس جدید ریاست اطلاعات و آگاهی‌عامه و سخنگوی وزارت زراعت
۲۰ اسد ۱۴۰۴ هـ.ش
مولوی شیرمحمد حاتمی به حیث رئیس جدید ریاست اطلاعات و آگاهی‌عامه و سخنگوی وزارت زراعت، آبیاری و مالداری معرفی و رسماً به کارش آغاز کرد. 
در مراسم معرفی وی، ملا آغاجان آخند «حاجی سالم» معین مالی و اداری وزارت و جمعی از روسا و مشاوران مقام وزارت حضور داشتند و از خدمات صادقانه او در گذشته قدردانی به‌عمل آمد.
ملا آغاجان آخند «حاجی سالم» در سخنرانی خود با تأکید بر اصل شایسته‌سالاری در اسلام، مولوی شیرمحمد حاتمی را از مجاهدان نیک‌نام و با ابتکار دانسته و گفت که وی پیش از فتوحات و در چهار سال اخیر نظام امارت، خدمات صادقانه انجام داده و اکنون رهبری امارت اسلامی افغانستان این مسئولیت را به او سپرده است.
مولوی شیرمحمد حاتمی دارای تحصیلات لیسانس در رشته اقتصاد و ماستری در علوم دینی بوده و پیش از این به عنوان آمر ارتباط داخلی ریاست دفتر مقام وزارت و رئیس زهکشی و اصلاح زمین‌های زراعتی وزارت زراعت ایفای وظیفه کرده‌است. وی پس از معارفه، بر تعهد و تلاش برای بهبود اطلاع‌رسانی و تقویت ارتباط میان وزارت و مردم تأکید کرد.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۳:۵۲
Background image

د بزګر مېله او د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو څلور دېرشم نندارتون بریالۍ ترسره شوه 

۷ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۰ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د بزګر مېله او د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو څلور دېرشم نندارتون، چې د افغانستان اسلامي امارت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت په نوښت د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۰:۴۷
Background image

ننګرهار کې د استملاک او بیا مېشتېدنې څانګه پرانیستل شوه؛ د سرپناه ستونزو حل ته نوی ګام

۷ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۰ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار ولایت د کرنې ریاست کې په یوې رسمي غونډه کې د استملاک او بیا مېشتېدنې اړوند نوې څانګه پرانیستل شوه. په دې غونډه کې د کرنې وزارت د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۰:۴۶
Background image

پکتیکا کې د لرګیو د قاچاق مخه ونیول شوه

۷ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۰ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د پکتیکا ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د مسؤلینو له لوري داځل د سروضې ولسوالی اړوند د سلطانو کلي په مسیر کې د لرګیو د غیر قانوني. . .

بازگشت