د کرنې وزارت د اراضۍ لوی ریاست کې د للندر (شاه توت) بند د ځمکو د تصفيې او بیې ټاکنې په موخه تعقیبيغونډه دايره شوه

user-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۶/۱۸ - ۸:۱۲
د کرنې وزارت د اراضۍ لوی ریاست کې د للندر (شاه توت) بند د ځمکو د تصفيې او  بیې ټاکنې په موخه تعقیبيغونډه دايره شوه


۱۷ وږی ۱۴۰۴ هـ.ش

۱۵ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۷ هـ.ق
د کرنې وزارت د اراضۍ  ریاست کې د للندر (شاه توت) بند د ځمکو د تصفيې او  بیې ټاکنې په موخه غونډه دايره شوه . په دغه غونډه کې د کرنې وزارت د اراضۍ لوی ریاست د استملاکي پروژو د همغږۍ رییس شاه جهان جلات، د ارزونې، استملاک او بيا مېشتېدنې رییس مولوي سيف الله الیاس، د اوبو او انرژۍ وزارت او د  اراضۍ ریاست د تصفيې، کدستر او  استملاک رياستونو يو شمېر کارکوونکو ګډون درلود.
په پیل کې د ارزونې، استملاک او بيا مېشتېدنې ریاست مسوولینو د للندر (شاه توت) بند د خلکو د ځمکو د او کورونو د دوسيو په هکله په خپلو خبرو کې وويل: «د استملاک په برخه کې د ۱۳۰ دوسيو کارونه په بشپړه توګه تکميل شوي او پاتې ۲۰۰ دوسيې نا تکميله دي، چې کار په روان دی او په لنډو ورځو کې د هغو دوسيو کارونه هم بشپړېږي.»
ورپسې د استملاکي پروژو د همغږۍ رييس شاه جهان جلات اړوندو څانګو ته لارښوونه وکړه تر څو هغه دوسيې چې کارونه يې په بشپړه توګه تکميل شوي د هغو لپاره دې مربوطه څانګه خپل ټيمونه سیمې ته واستوي او په پاتې دوسيو باندې دې کار ګړندۍ کړي.
ښاغلي جلات زیاته کړه د ټيمونو د استولو په اړه چې د کابل د اراضۍ څخه وي يا هم د اراضۍ لوی ریاست څخه او همدارنګه د هغو خلکو په اړه چې ځمکې او کورونه يې په دغه پروژه کې له منځه ځي د هغو د بدیل او جبران خسارې په پار د اراضۍ لوی ریاست له رهبري سره ترغونډې وروسته به پرېکړه وشي.
 نوموړي همدارنګه د اوبو او انرژۍ وزارت مسوولينو ته هم لارښوونه وکړه ترڅو يادو ټيمونو ته د هغو د اړتيا مطابق لکه د موټرو او داسې نور سهولتونه برابر کړي.
په پای کې په ياده موضوع کې ښکېل د ټولو برخو مسؤلینو د هر راز همکارۍ ژمنه وکړه.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۳:۳۰
Background image

دکرنې وزارت له‌خوا صنعت او سوداګرۍ وزارت ته ځمکه ولېږدول شوه 

۲۷ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۲۹ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق 
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د ځمکو چارو ریاست چارواکي وایي، چې د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د فرمان له مخې د کرنې وزارت د ځمکو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۹:۴۹
Background image

د پکتیا ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست کې د قرآن کریم د ترجمې ختم ترسره شو

۲۷ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۲۹ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د پکتیا ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست کې د مبارکې روژې له لومړۍ ورځې څخه تر ۲۸مې پورې د قرآن کریم د ترجمې لړۍ په منظم ډول ترسره. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۹:۳۲
Background image

د ننګرهار مومندرې ولسوالی کې ۶۳۰ کورنیو ته مرستې او د کانالونو رغنیزې چارې بشپړې شوې

۲۶ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۲۸ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ګډې هڅې ملي بشري مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د «جیای‌ان» مؤسسې په مالي لګښت، د مومندرې. . .

بازگشت