د کرنې وزارت د اراضۍ لوی رياست لخوا ارشاد، حج او اوقافو وزارت ته ځمکه ولېږدول شوه

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۱۹ - ۱۱:۴۳
د کرنې وزارت د اراضۍ لوی رياست لخوا ارشاد، حج او اوقافو وزارت ته ځمکه ولېږدول شوه

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اراضۍ لوی ریاست کې جوړه شوې غونډه کې، چې د اراضۍ لوی ریاست د ځمکو د انتقال او وېش رییس مولوي سید محمد سعيد د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د اوقافو رييس مولوي حمدالله اخندزاده ګډون درلود د اراضۍ لوی رياست لخوا د ارشاد، حج او اوقافو وزارت وزارت ته ځمکه ولېږدول شوه
ياده ځمکه د ارشاد، حج او اوقافو وزارت په وړانديز او د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه الله تعالی) د حکم په اساس د اراضۍ لوی رياست لخوا یاد وزارت ته کندهار ولايت ژېړي ولسوالۍ کې په ۳۸ جریبه ځمکه باندې د هدیرې د جوړولو په موخه انتقال شوه.
د یادې ځمکې لېږد ټړون د کرنې وزارت د اراضۍ ادارې د ځمکو د انتقال او وېش رييس مولوي سيد محمد سعید او د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د اوقافو رييس مولوي حمدالله اخندزاده ترمنځ لاسلیک شوه.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۴/۱/۳۱ - ۱۵:۳۲
Background image

د امارتي ادارو ګډ پلاوي د ځمکو د شخړو د څېړنې په موخه د پکتیکا تروې ولسوالۍ ته سفر وکړ

  ۳۱ وری ۱۴۰۴ ه‍.ش
۲۲ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۶ه‍.ق
د پکتیکا د کرنې رئیس مولوي محمدزمان عمري، د سرحدونو وزارت مرستیال شیخ محمد اسماعیل غزنوي او د خوست د کرنې رئیس مولوي شیرمحمد ذبیح د. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱/۳۱ - ۱۵:۳۱
Background image

ننګرهار کې د انجې کرکېله ډېره شوې

۳۱ وری ۱۴۰۴ ه‍.ش
۲۲ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۶ه‍.ق
ننګرهار کې د بزګرانو اقتصادي پياوړتیا په موخه د انجې طبي بوټي ترویج پيل شوی. د مسوولینو په خبره د دغه ولایت په بهسود، سره رود، ګوشتې،. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱/۳۱ - ۱۵:۲۹
Background image

نورستان کې د سبو ننداریزې کروندې جوړې شوي

۳۱ وری ۱۴۰۴ ه‍.ش
۲۲ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۶ه‍.ق
د نورستان دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې د یاد ریاست په انګړ کې د بادرنګو، کچالو، مټر، سره ملۍ، پالک او یوشمېر نورو. . .

بازگشت