د کرنې وزارت د اراضۍ رییس د هرات ولايت د ځمکوالۍ څانکې له کارکوونکو سره وکتل 

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۱۰ - ۱۴:۱۴
د کرنې وزارت د اراضۍ رییس د هرات ولايت د ځمکوالۍ څانکې له کارکوونکو سره وکتل 

۱۰ سلواغه ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۹ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۶ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اراضۍ  رییس مولوي محمود مظلوم او ورسره مل پلاوی يې د هرات ولايت د کرنې رياست د ځمکوالۍ څانګې له آمرينو او کارکوونکو سره وکتل.
په دغه لیدنه کې د اراضۍ لوی رياست يو شمېر مسؤلین، حقوقي او تخنيکي برخې سلاکاران او د هرات ولايت د ځمکوالۍ څانګې  کارکوونکو ګډون درلود.
په پیل کې د هرات ولايت د اراضۍ برخې آمرينو او کارکوونکو د ځمکوالۍ په برخه کې د ترسره شوي اجراآتو، شته ستونزو او همدارنګه په مختلفو برخو کې د يو شمېر اړتياوو په هکله خبرې وکړې.
ورپسې د اراضۍ لوی رییس مولوي محمود مظلوم د یادو کارمندانو د خبرو اورېدو وروسته مربوطه څانګو ته د يادو کارکوونکو د ستونزو د حل په موخه لازمې لارښوونې وکړې او همدارنګه يې له نوموړو سره د هر راز همکارۍ ژمنه هم وکړه.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱/۱۹ - ۹:۲۷
Background image

ننګرهار کې د ۲۰۰زره ډوزه طاعون واکسین د تطبیق لړۍ وڅارل شوه

۱۸ وری ۱۴۰۴ ه‍.ش
۹ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۶ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د مالدارۍ خدمتونو او د څارویو روغتیا امریت کارکوونکو له خوا د اچین او سپین غر ولسوالیو په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱/۱۹ - ۹:۲۵
Background image

د کندهار په پنجوايي ولسوالۍ کې د ځنګلي بوټو د پرېکولو مخنیوي په موخه څارنه وشوه

۱۸ وری ۱۴۰۴ ه‍.ش
۹ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۶ه‍.ق
د کندهار ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له خوا د پنجوايي ولسوالۍ په بېلابېلو سیمو کې د ځنګلي بوټو د پرېکولو، ساتنې او عامه. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۱۸ - ۱۸:۱۲
Background image

د میدان وردګو ولایت جغتو ولسوالۍ کې د نیالګیو وېش


۱۸ وری ۱۴۰۴ ه‍.ش
۹ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۶ه‍.ق
د میدان وردګو ولایت جغتو ولسوالۍ لپاره ۱زر او ۵۰۰ اصله زینتي نیالګي او د ځینو نیالګیو تخمونه د غازي محمد جان خان ګروپ د کرنې څانګې له خوا. . .

بازگشت