د کرنې وزارت اړوند یوه پروژه د ننګرهار په خوګیاڼو کې ۸۶ شنې خونې جوړې کړي

content_admin
یکشنبه ۱۳۹۹/۴/۲۹ - ۱۴:۱۵
د کرنې وزارت اړوند یوه پروژه د ننګرهار په خوګیاڼو کې ۸۶ شنې خونې جوړې کړي
۲۹ چنګاښ ۱۳۹۹
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت اړوند د کرنې دودې او کلیوالي پراختیا پروژه (CBARD) د ننګرهار په خوګیاڼو کې د لوړ ارزښت لرونکو کرنیزو محصولاتو د دودولو او د کوکنارو د کرکېلي او تولید د مخنیوي په پار ۴۰ لویې شنې خونې نارینوو او ۴۶ کوچنۍ شنې خونې ښځینه بزګرو ته جوړې کړي دي.
د خوګیاڼو ولسوالۍ د ګرمې هوا او په زیاته کچه د کرنیزو ځمکو په لرلو سره د ننګرهار ولایت له مهمو ولسوالیو څخه ده، چې نږدې ۱۲۰ زره وګړي پکې ژوند کوي. ډېری اوسیدونکي یې د سبو، غنمو، جوارو، پیاز، کچالو او کوکنارو کرکېله کوي.
۳۵ کلن طاوس خان د خوګیاڼو ولسوالۍ د هاشم خېلو د کلي یو تن اوسیدونکی، د اوبو د کمښت له وجې په خپلو ځمکو کې کوکنار کرل، ددې مضر کښت په راټولولو کې له خپلې کورنۍ سره یې ډېرې سختې، ناخوالې او کړاوونه ګالل. هغه چې ۷ جریبه ځمکه لري په ۵ جریبه کی یي کوکنار کرل او په دوه نورو جریبونو کی يي غنم، جوار او سابه کرل.
طاوس خان وویل: «کله مو چې کوکنار کرل د کورنۍ ټول غړي، نارینه او ښځې ټول بوخت و او کله به مو چې کوکنار راټولول نو له زیاتو کړاونو سره به مخ ولو، ځکه چی د کوکنارو را ټولول ډېر سخت کار دی.»
هغه له پنځه جریبه ځمکو څخه چې کوکنار یې په کې کرل د یوه کال په موده کې ۱۲۵ زره افغانۍ عاید ترلاسه کول، خو اوس چې د کرنې وزارت له خوا ورته شنه خونه جوړه شوې ده، یوازې په پنځو میاشتو کې د رومي بانجانو په کرلو سره یې ۴۰ زره افغانۍ تر لاسه کړئ. هغه په دویم فصل کې غوا‌ړی بادرنګ وکري او له هغه څخه هم ښه ګټه ترلاسه کړي.
طاوس خان، سلامت خان او کمینه په شنوخونو کې دسبو د کرکېلي او پاللو، نباتي ناروغیو سره د مبارزې لارې چارې، د هزره بوټو کنټرول، د محصول راټولولو او بازارموندنې په برخه کې روزل شوي دي.
سلامت خان یوه جریبه ځمکه لري، چې مخکې به په کې کوکنار کرل؛ هغه له یوه جریبه ځمکې څخه په کال کې پنځه کیلو ګرامه تریاک راټولول، چې ټولیز ارزښت یې په سیمه ییزو بازارونو کې ۳۰ زره افغانۍ و، خو اوس د هغې شنې خونې په مرسته چې د کرنې وزارت له خوا ورته جوړه شوې ده، توانېدلی دی، چې په یوه فصل کې د پنځو میاشتو په موده کې د رومي بانجانو په کرول سره ۴۴ زره افغانۍ ترلاسه کړي، چې د کوکنارو د عایدو دوه برابره کیږي او په دویم فصل کې غوا‌ړي بادرنگ وکري او له هغه څخه هم ښه ګټه ترلاسه کړي.
ددې ولسوالۍ ښځې د کور څخه دباندې د کار کولو اجازه نه لري، د کرنې وزارت اړوند د کرنې د ودې او کلیوالي پراختیا پروژه د کوچنیو شنوخونو په جوړولو سره د کورنیو په اقتصادي پیاوړتیا کې د ښځو ونډه ډېره کړې ده. کوچنۍ شنې خونې د ښځو لپاره د پیسو ګټلو یوه ښه سرچینه ده کومې پیسې، چې د سبو دخرڅلاو څخه لاسته راوړي د کور په لګښتونو کې له خپلو کورنیو سره مرسته کوي.
۴۰ کلنه کمینه د خوګیاڼو ولسوالۍ د برابرغچ په کلي کې کرکېله کوي او ددې کلي یو له کروندګرو مېرمنو څخه ده.
کمینه له خپلو کوچنیو خوېندو او ورونو سره په هغه شنه خونه کې، چې د کرنې وزارت له خوا ورته جوړه شوې ده، د سبو کرکېله کوي او هر کال دوه فصله حاصل تر لاسه کوي. کمینه په خپله شنه خونه کې رومي بانجان کرلې وه او په پنځو میاشتو کې د ۸۰۰ کیلو په حاصل سره ۱۶ زره افغانۍ تر لاسه کړې ده. کمینه غواړي، چې په دویم فصل کې بادرنګ وکري او له عوایدو څخه یې د خپل کورنۍ لګښتونه پوره کړي.
باید وویل شي، چې په خوګیاڼو کې د ودانیزو پروژو (محافظتي دېوالونه، سیفون، بندونه، د اوبوکانالونو) په پلي کولو او د بڼونو، لویو او کوچنیو شنو خونو او د خوراکي موادو د پروسس مرکزونو په جوړولو سره د کوکنارو کرکېله او تولید کمه شوې ده.
د خوګیاڼو ولسوالۍ ۲۳۲ سیمه ییز شوراګانې لري، چې په ۲۳ هغو کې یې د کرنې دودې او کلیوالي پرختیا پروژه فعالیت لري.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۹ - ۱۰:۶
Background image

د ننګرهار چپرهار ولسوالی کې ٣٥٠ بزګرانو ته د غنمو ضایعاتو مخنیوي په موخه کندوان ورکړل شول

د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو د سره صلیب نړۍوالې کمېټې په مرسته چپرهار ولسوالی کې ٣٥٠ بزګرانو ته د غنمو ضایعاتو او حشراتو څخه د مخنیوي په موخه کندوان ورکړل شول.
د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۹ - ۱۰:۵
Background image

فراه کې د ۱۶۵ زره افغانیو په لګښت د نیالګیو د تولید پروژه بشپړه شوه

د فراه ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د پراختیايي بودجې له مخې د نیالګیو د تولید او ځمکې د چمتو کولو پروژه په بریالیتوب سره بشپړه کړې، چې په ترڅ کې یې نه یوازې څلور جریبه ځمکه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۹ - ۱۰:۴
Background image

پکتیا کې د نباتي وبایي آفتونو د میخانیکي کنټرول عملي کمپاین پيل شو

د کرنې وزارت پلاوي د پکتیا ولایت په زرمت، احمدخېلو، لجه منګل او جانيخېلو ولسوالیو کې د یوریا اسپري، د نباتي وبایي آفتونو د مورپتدار او مورخیمه‌ساز د میخانیکي کنټرول پروګرام عملي پړاوونه. . .

بازگشت