د کرنې وزارت اداري رئیس او ورسره مل پلاوي  لغمان ولایت ته د مازادو جایدادونو د ارزونې په پارسفر وکړ

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۰/۲۵ - ۱۴:۳۶
د کرنې وزارت اداري رئیس او ورسره مل پلاوي  لغمان ولایت ته د مازادو جایدادونو د ارزونې په پارسفر وکړ

۲۵ مرغومې ۱۴۰۳ھ.ش
۱۴ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۶ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولواومالدارۍ وزارت اداري رییس قاري محمداکبر امیني په داسې حال کې، چې محمدهاشم دنظارت او ارزیابي مسؤل، وحیدالله د کرنیزې زېربناو ریاست کارمند او محي الدین د تاسیساتو او اماکن امریت کارمند یې ملتیا کوله لغمان ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د کرنې رییس الحاج مولوي عبدالستارمحمد او ددې ریاست اداري کارکوونکو سره ناسته وکړه.
دکرنې وزارت اداري رییس وویل، چې دغه ولایت ته یې د سفر موخه د مازاد جایدادونو ارزونه ده ترڅو یاد جایدادونه په راتلونکي کې په اجاره ورکړي.
دکرنې رییس یاد پلاوي ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ له دوی څخه مننه وکړه، چې دغه ولایت ته یې د مازاد جایدادونو د ارزونې په پار سفر کړی راغلي پلاوي ته یې د همکارۍ ډاډ ورکړ او مالي او اداري مدیریت ته یې دنده وسپارله څو له راغلي پلاوي سره دکرنې ریاست اړوند مازاد جایدادونو په بررسي کې همکاري وکړي.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۶ - ۸:۹
Background image

زابل کې د ۱۰۰ میلیونه افغانیو په پانګونې د کرنیز او سوداګریز کمپلکس رغنیزې چارې پرانیستل شوې

۲۶ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۹ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د زابل ولایت د شاه‌جوی ولسوالی کې د خصوصي سکټور له لوري د ۱۰۰ میلیونه افغانیو په پانګونې د «سوداګریز، کرنیز او مالدارۍ» کمپلکس «ټولګه». . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۴ - ۱۲:۱۳
Background image

ننګرهار کې پر لسګونو بزګرانو مرستې ووېشل شوې

۲۴ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۷ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو او دافغانستان لپاره د هالینډ کمېټې په تخنیکي او اروپایي تولنې په مالي لګښت په د دره نور. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۴ - ۱۰:۱۹
Background image

د میدان وردګو دایمیرداد ولسوالی کې ۱۵۰ مستحقو بزګرانو ته د هوږې کرکیلې تشویقي کیټونه ووېشل شول

۲۴ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۷ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق  
د میدان وردګو ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست تر چتر لاندې، د دایمیرداد ولسوالی په بېلابېلو سیمو کې د بزګرانو د ملاتړ او کرنیزو. . .

بازگشت