د کرنې وزارت  مالي او اداري مرستیال د تخار ولایت له مجاهدینو او سیمه‌ییزو مخورو سره وکتل

mail-admin
شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۵ - ۱۰:۱۱
دیدار معین مالی و اداری وزارت زراعت با مجاهدین و متنفذین محلی تخار 

۲۵ سلواغه ۱۴۰۴ه‍.ش
۲۶ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي نورالدین عمیري دخپل کار په دفتر کې د تخار ولایت له یو شمېر مجاهدینو او سیمه‌ییزو مخورو سره وکتل.
په دې لیدنه کې د تخار ولایت ورسج ولسوالی امنیه قومندان حاجي فاروق، د درقد ولسوالی امنیه قومندان مولوی حیدري،د بنګي ولسوالی  امنیه قومندان مولوي محمد عالم او د ورسج ولسوالی څخه مخدوم ذبیح‌الله د تخار د مجاهدینو او مخورو په استازیتوب ګډون درلود. دواړو لورو د یادو ولسوالیو په کچه د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ اړوند موضوعاتو په اړه خبرې وکړې او د شته ستونزو د حل لپاره یې عملي لارې چارې وڅېړلې.
د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال په دې غونډه کې ډاډ ورکړ چې دغه وزارت به د خپلو امکاناتو او کاري پروګرامونو په چوکاټ کې هڅه وکړي څو په یادو ولسوالیو کې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ د وضعیت د ښه والي لپاره لازمې همکارۍ ترسره کړي.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۰ - ۱۳:۲
Background image

کندز کې د کرنیزو پراختیايي پروژو د پلي کېدو او پرمختګ په اړه د «ډاکار» دفتر سره مهمه ناسته ترسره شوه

۳۰ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندز دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوی نیاز محمد عابد د «ډاکار» مؤسسې د شمال او شمال ختیځ زون دفتر مسوول داد الله سره په کتنه کې پر. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۰ - ۱۲:۱۸
Background image

کرنې وزارت کې د دعوت او ارشاد غونډه ترسره شوه

۳۰ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د مالي او اداري مرستیال مولوي نورالدین عمیر په مشرۍ د دعوت او ارشاد غونډه د دې وزارت د مسؤلینو په ګډون. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۰ - ۱۲:۱۶
Background image

د هلمند مرکز لښکرګاه کې یوشمېر بزګران وروزل شول

۳۰ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د هلمند د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست ، د کرنیزو چارو آمریت اړوند د نباتاتو ساتنې او قرنطین مدیریرت کارکوونک له لوري، د مرکزي لوی کاریز. . .

بازگشت