د کرنې د ودې د ملي کنفرانس پای: د جلغوزې، زعفران او طبي بوټو د کاروبار پر پراختیا خبرې اترې

content_admin
چهارشنبه ۱۳۹۸/۹/۶ - ۱۴:۳
د کرنې د ودې د ملي کنفرانس پای: د جلغوزې، زعفران او طبي بوټو د کاروبار پر پراختیا خبرې اترې

۶ لېندۍ ۱۳۹۸
د کرنې د ودې د ملي کنفرانس په وروستۍ ورځ (سه شنبې د لېندۍ پنځمه) د جلغوزې، انجې او زعفرانو د کاروبار پر پراختیا او دغه راز د دغو توکو د صادراتو په پار پر اسانتیاوو خبرې اترې او مشورې وشوې.
بیې، کیفیت، د حاصلاتو زیاتوالی او د قاچاق مخنیوی تر ټولو عمده موضوعات وو، چې پرې ډېرې خبرې اترې وشوې. ترڅنګ یې بزګران، سوداګر او زعفران کارانو هم خپلې پوښتنې مطرح کړل او دغه راز خپل لیدلوري یې له یوبل سره شریکې کړې.
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اوبولګولو او طبیعي سرچینو مرستیال وزیر حشمت الله غفوري، د کرنې او مالدارۍ د معینیت چارسمبال محبوب الله ننګ، د جلغوزې تولیدوونکو د ملي ټولنې استازو او د سوداګرۍ وزارت استازو د ګډونوالو پوښتنې ځوابولې.
د کرنې وزارت د اوبولګولو او طبیعي سرچینو مرستیال وزیر حشمت الله غفوري د خپلو خبرو په یوه برخه کې وویل: «نوي او ړین موضوعات یې له موږ سره شرک کړل، مهمې خبرې اترې وې، نظرونه کولای شي، چې د لارې د نقشې او دغه راز د کرنې د پراختیا د اسټراټژۍ په چمتو کولو کې له موږ سره مرسته وکړي، ددې لپاره چې بزګران او چارواکي له ولایتونو څخه راغلي ول، ددوی خبرې کولای شي، چې د کلیو او بانډو په کرنیزو سیمو کې د کاروبار په برخه کې له موږ سره مرسته وکړي.»
ښاغلي غفوري زیاته کړه:«د دې اسټراټژۍ په چمتو کولو کې ستاسو نظرونه رغنده رول لري، زموږ خاوره، اقلیم او وړتیاوې د کرنې لپاره مساعدې دي، ترڅنګ یې ستاسو مشورې تر ټولو مهم دي، که تاسو سره کوم بل نظر او وړاندیز وي لا هم فرصت شته تاسو کولای شئ، چې د راتلونکو دوو اوونیو په ترڅ کې یې موږ ته واستوی موږ به د کرنې دودې د پراختیا په اسټراټژۍ کې ورڅخه ګټه پورته کړو.»
هغه زیاته کړه، چې تر بشپړېدو وروسته دغه اسټراټژۍ د هېواد ولسمشر محمداشرف غني ته سپارل کیږي: «ټول موضوعات چې تاسو ویلي دي، د ویډیو، غږ او متن په بڼه ثبت او لیکل کیږي، وروسته بیا زموږ همکاران دنده لري، چې پرې کار وکړي او بیا وروسته یې له موږ سره شریکوي، بیایې د هېواد له ولسمشر سره شریکوو او په پای کې په یو سند بدلیږي.»
د کرنې وزارت د اوبولګولو مرستیال وزیر دغه راز وویل، په تېر کې چې کومې ستونزې وې د هغو مخه به ونیول شي او بهرنۍ مرستې، د پروژو فعالیتونه او کورني برنامې به ټول په یو همغږۍ تر سره شي.
ښاغلی غفوري وویل: «دې سند کې داسې متنونو ته ځای ورکول کیږي، چې د فعالیتونو د بې‌نظمۍ مخه ونیول شي او د نړۍ او سیمي اړتیا سره سم ښه کیفیت لرونکي توکي تولید شي.»
هغه په ټینګار سره وویل، چې په دې اسټراټژۍ کې د بڼوالۍ او کرنیزو توکو د تولید، پروسس، او پلور هر اړخیزو موضوعاتو ته هم ځای ورکول کیږي ترڅو د افغانستان محصولات وکولای شي، چې د سیمې او نړۍ له محصولاتو سره رقابت وکړي.
د کرنې وزارت د اوبولګولو او طبیعي سرچینو مرستیال وویل: «د دې کنفرانس تجربه وښودله چې د بزګرانو او سوداګرو نظرونه ډېر اړین دي، که په هر شپږ میاشت یا یوه کال کې دې ته ورته کنفرانس په لاره واچول شي او پر یوې محصول خبرې اترې او نظرونه واخیستل شي، ښه کار دی.»
د کرنې د ودې ملي کنفرانس د درې ورځو لپاره په لاره اچول شوې وه. په دې کنفرانس کې ۳۵۰ تنه سوداګر، بزګران او د مرکز او ولایتونو د کرنې چارواکي ګډون کړي وو. هغوی خپل وړاندیزونه او لیدلوري د کرنې وزارت له چارواکي سره شریکې کړې ترڅو د بزګرانو او د کرنې د برخې د فعالینو د غوښتنو پر بنسټ د کرنې دودې پنځه او لس کلن ملي اسټراټژۍ چمتو شي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۳۰ - ۱۲:۴
Background image

د کندهار کښته شاولیکوټ کې د ۳.۶ میلیونه افغانیو په ارزښت د لوی چکډېم رغنیزې چارې ۹۵ سلنه بشپړې شوې

۳۰ سلواغه ۱۴۰۴ه‍.ش
۲ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د د ملګرو ملتونو د نشه يي توکو او جرمونو پر وړاندې د مبارزې ادارې «یوان‌اوډي‌سي» او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۳۰ - ۱۰:۱
Background image

لوګر کې له کډوالۍ راستنوشویو ۱۲۰۰ کورنیو ته د غنمو او نغدو مرستو وېش لړۍ پيل شو

۲۹ سلواغه ۱۴۰۴ه‍.ش
۱ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د عاليقدر اميرالمؤمنين حفظه‌الله د ځانګړې پېرزوينې له مخې، په لوګر ولايت کې له کډوالۍ راستنوشویو ۱۲۰۰ کورنيو سره د مرستو د وېش لړۍ پيل. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۹ - ۱۲:۴۲
Background image

د کرنې وزارت د دعوت او ارشاد رییس د بني‌حصار په سيمه کې د کرنيزو او مالدارۍ فارمونو څخه ليدنه وکړه

۲۹ سلواغه ۱۴۰۴ه‍.ش
۱ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د دعوت او ارشاد رییس مولوي محب‌الله انعام، د کابل د بني‌حصار په سيمه کې د ياد وزارت له کرنيزو او. . .

بازگشت