د کرنې او مالدارۍ مرستیال د ګذرګاه لبنیاتو فابریکې څخه لیدنه وکړه

user-admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۸ - ۱۲:۲۸
د کرنې او مالدارۍ مرستیال د ګذرګاه لبنیاتو فابریکې څخه لیدنه وکړه


۸ مرغومې ۱۴۰۴ه‍.ش
۸ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدر اعظم عثماني د ګذرګاه د لبنیاتو فابریکې د فعالیتونو له بهیر څخه لیدنه وکړه.
په دې لیدنه کې د فابریکې د اتحادیې رییس رحیم‌الله عباسي د پنیر، کوچ، شیدو، پېروې، تروې او د مالدارانو د څارویو لپاره د خوراکې د تولید په اړه معلومات وړاندې کړل او د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ له وزارت څخه یې د یادې اتحادیې د ملاتړ غوښتنه وکړه.
د کرنې او مالدارۍ مرستیال د لبنیاتي محصولاتو د راټولولو او پروسس له مرکز څخه د لیدنې پر مهال ډاډ ورکړ چې د کرنې وزارت به په بشپړ توان د مالدارۍ له سکتور څخه ملاتړ کوي، او د دغه وزارت اساسي موخه د لبنیاتي محصولاتو معیاري پروسس او بازارموندنه ده. نوموړي له لبنیاتو پروسس کوونکو شرکتونو وغوښتل، چې خپل فعالیتونه د کرنې وزارت د ټاکل شوو معیارونو سره سم ترسره کړي.
په دې لیدنه کې د مالدارۍ او حیواني روغتیا لوی رییس مفتي ذاکرالله ذاکر او د کرنې او مالدارۍ مرستیال سلاکار مولوي طالب‌جان ذکي، د کرنې او مالدارۍ مرستیال ملتیا کوله.

بازدید معین زراعت و مالداری از فابریکه لبنیات گذرگاه
۸ جدی ۱۴۰۴ هـ.ش
مولوی صدراعظم عثمانی، معین زراعت و مالداری وزارت زراعت، آبیاری و مالداری، از جریان فعالیت‌های فابریکه لبنیات گذرگاه بازدید کرد.
در این بازدید، رحیم‌الله عباسی، رییس اتحادیه فابریکه، در مورد تولید پنیر، مسکه، شیر، قیماق، دوغ و خوراکه برای مواشی مالداران توضیح داد و از وزارت زراعت، آبیاری و مالداری  خواست که از این اتحادیه حمایت نماید.
معین زراعت و مالداری وزارت زراعت  با بازدید از مرکز جمع‌آوری و پروسس محصولات لبنی، اطمینان داد که وزارت زراعت با تمام توان از سکتور مالداری حمایت می‌کند و هدف اصلی این وزارت بازاریابی و پروسس معیاری محصولات لبنی است. وی از شرکت‌های پروسس‌کننده لبنیات خواست که فعالیت‌های خود را مطابق معیارهای وزارت زراعت انجام دهند.
در این بازدید، مفتی ذاکرالله ذاکر، رئیس عمومی مالداری و صحت حیوانی، و مولوی طالب‌جان ذکی، مشاور معین زراعت، معین زراعت و مالداری را همراهی کردند.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۹:۷
Background image

ننګرهار کې د اوبو د سپما او اغېزمنې کارونې په موخه د څاڅکي اوبخور سیستم د نصب چارې پیل شوې

۲ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۱ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر الحاج مولوي عطاءالله عمري له لوري د ننګرهار څېړنیز مرکز د بڼوالۍ په ملي کلکسیون کې د څاڅکي اوبخور سیستم. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۹:۷
Background image

د ننګرهار شینوارو کې د حیواني او نباتي درملتونونو څارنه وشوه

۲ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۱ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست تر چتر لاندې، د شینوارو ولسوالی د کرنیزو او مالدارۍ خدمتونو مدیریت ګډ پلاوي د غني خېلو، پله. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۵:۲۷
Background image

روزګان کې د لبنیاتو دوه معیاري مرکزونه فعال شول

۱ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۰ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د روزګان ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست تر چتر لاندې، د هالنډ کمېټې په مالي ملاتړ، د دغه ولایت په مرکز ترینکوټ او دهراوود ولسوالی. . .

بازگشت