د کرنې او مالدارۍ مرستیال د عزیزی ګروپ له چارواکو سره وکتل

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۰:۵
دیدار معین زراعت و مالداری با مسوولان عزیزی گروپ

۲۵ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۲۷ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت په مقر کې د «عزیزی ګروپ» له اجرائیوي رییس او یو شمېر چارواکو سره وکتل.
په دې لیدنه کې مولوي صدراعظم عثماني د ټول‌ګټې پانګونې پر اړتیا ټینګار وکړ او ویې ویل، چې اساسي موخه په هېواد کې د صنعت، سوداګرۍ او پانګونې وده ده، څو د عامو خلکو ګټې هم خوندي شي.
د عزیزی ګروپ اجرائیوي رییس جاوید لودین د امارتي ادارو له همکاریو څخه خوښي څرګنده کړه او د برېښنا د تولید د پروژو د پلي کېدو او د ځمکو د برابرولو په برخه کې یې د لا زیاتو همکاریو غوښتنه وکړه.
عزیزی ګروپ شرکت، چې مشري یې میرویس عزیزی کوي، دا مهال د کابل، پروان، غزني، بغلان او تخار ولایتونو کې د ۸۴۵ مېګاواټه ظرفیت په لرلو سره د برېښنا د پنځو بټیو د جوړولو پر کار بوخت دی، چې د دغو پروژو لپاره د ځمکو لېږد او انتقال د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت پر غاړه دی.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۱۶:۶
Background image

کندهار کې ۱۲۸ زره لوی او کوچني څاروي د پرازیټونو پر ضد درمل شول

۲۱ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۴ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست له لوري، د مالدارۍ آمریت په تخنیکي همکارۍ او د ولسوالیو د مسلکي پاراوټرانو په تطبیقي همکارۍ، د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۱۶:۵
Background image

کندهار کي د توتو حاصلاتو ګڼو کسانو ته د کار زمینه برابره کړې

۲۱ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۴ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د کرنیزو چارو آمریت وایي، په کندهار کي د توتو د حاصلاتو له رسېدو سره ګڼو کسانو ته د کار. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۱۶:۴
Background image

میدان وردګو کې د عصري کرنې د ترویج په‌پار د سبو ننداریزې کروندې جوړې شوې

۲۱ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۴ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د میدان وردګو ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست له لوري د بزګرانو د ظرفیت لوړولو او عصري کرنیزو لارو چارو د ترویج په موخه د یاد. . .

بازگشت