د کرنې او مالدارۍ مرستیال د درېیو روسي شرکتونو له چارواکو سره وکتل

mail-admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۵ - ۱۰:۲۳
د کرنې او مالدارۍ مرستیال د درېیو روسي شرکتونو له چارواکو سره وکتل

۲۵ مرغومې ۱۴۰۴ه‍.ش
۲۵ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني د درېیو روسي شرکتونو له چارواکو سره، چې پکې غلام یحیی چاوش د «ګروپ کابل–مسکو» شرکت رییس، لیونت ګوریاچوک د «افغان پروم میتال» شرکت مرستیال او الیکسي ژورالوف د «شولکوي اگرخیم» شرکت استازی شامل وو، د یاد وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیالۍ په دفتر کې وکتل.
په دې لیدنه کې مولوي صدراعظم عثماني د کابل او مسکو ترمنځ پر پراخو اړیکو په ټینګار وویل، افغانستان یو کرنیز هېواد دی او د کرنې وزارت له سترو بهرنیو شرکتونو سره د همکاریو پراخولو ته لېواله دی. نوموړي زیاته کړه، چې د نوې ټکنالوژۍ لېږد او د کرنې نوې لارې چارې کولی شي د هېواد د کرنې د سکټور په پرمختګ کې مهم رول ولوبوي.
د روسي شرکتونو مسؤلینو هم په افغانستان کې د کار کولو لېوالتیا څرګنده کړه او ویې ویل، چې د کرنې په بېلابېلو برخو، په ځانګړي ډول د اصلاح شوو تخمونو تولید، نباتي درملو او د کرنیزو لابراتوارونو د جوړولو په برخه کې فعالیت لري او ګډې همکارۍ ته چمتو دي.
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت مشرتابه هڅه کوي، چې د کورنیو او بهرنیو شرکتونو، کمپنیو او بنسټونو د تشویق او هڅونې له لارې، په هېواد کې د پانګونې، د کارموندنې فرصتونو رامنځته کولو او د لنډمهالو او اوږدمهالو پروژو د تطبیق زمینه برابره کړي.


دیدار معین زراعت و مالداری با مسوولان سه کمپنی روسی
۲۵ جدی ۱۴۰۴ هـ.ش
مولوی صدراعظم عثمانی معین زراعت و مالداری با مسوولان سه کمپنی روسی، شامل غلام یحیی چاوش رییس کمپنی گروپ کابل مسکو، لیونت گوریاچوک معاون شرکت افغان پروم میتال و الیکسی ژورالوف نماینده کمپنی شولکوی اگرخیم، در مقر معینیت زراعت و مالداری وزارت زراعت، آبیاری و مالداری دیدار کرد.
در این دیدار، مولوی صدراعظم عثمانی معین زراعت و مالداری وزارت زراعت، آبیاری و مالداری  با تأکید بر روابط گسترده میان کابل و مسکو گفت افغانستان یک کشور زراعتی است و وزارت زراعت علاقه‌مند گسترش همکاری با کمپنی‌ها و شرکت‌های بزرگ خارجی می‌باشد. وی افزود که انتقال تکنالوژی‌های جدید و روش‌های نوین زراعتی می‌تواند نقش مهمی در توسعه بخش زراعت کشور داشته باشد.
مسوولان کمپنی‌های روسی نیز با ابراز علاقه‌مندی به کار در افغانستان گفتند که در بخش‌های مختلف زراعتی، به‌ویژه تولید تخم‌های اصلاح‌شده، ادویه‌جات نباتی و ایجاد لابرتوارهای زراعتی فعالیت دارند و آماده همکاری مشترک می‌باشند.
رهبری وزارت زراعت، آبیاری و مالداری تلاش می‌کند با تشویق و ترغیب کمپنی‌ها، شرکت‌ها و موسسات داخلی و خارجی، زمینه سرمایه‌گذاری، ایجاد فرصت‌های کاری و تطبیق پروژه‌های کوتاه‌مدت و بلندمدت را در کشور فراهم سازد.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۹ - ۱۳:۲۶
Background image

غزني کې د پرمختیايي پروژو پلي کېدل؛ د کارموندنې او اقتصادي ودې لپاره مهم ګام

۹ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۱ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د غزني ولایت په مرکز او یو شمېر ولسوالیو کې د «اف جي اې» مؤسسې په همکارۍ بېلابېلې پرمختیايي پروژې پلي کېږي، چې موخه یې د خلکو اقتصادي. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۹ - ۱۲:۲۶
Background image

د میدان وردګو جغتو کې د شفتالو او ګیلاسو بڼونو جوړولو په پار نیالګي ووېشل شول

۹ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۱ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د میدان وردګو ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د افغان سوله جوړونکي مؤسسې په همکارۍ، د جغتو ولسوالی په بېلابېلو کلیو کې د شفتالو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۹ - ۱۰:۱۳
Background image

د ننګرهار دکرنې ریاست: نږدې ۳۷ زره جریبه ځمکه کې تېلي بوټي کرل کېږي

۹ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۱ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت او چارو ادارې لوي ریاست استازو د ننګرهار د کرنې رییس مولوي عبدالستار محمد سره په ننګرهار ولایت کې د ٣٦. . .

بازگشت