د کرنې او مالدارۍ مرستیال د آغاخان بنسټ له اجرایي رییس سره وکتل

mail-admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۲/۲۵ - ۹:۵۰
د کرنې او مالدارۍ مرستیال د آغاخان بنسټ له اجرایي رییس سره وکتل

۲۵ غویی ۱۴۰۴ ه‍.ش
۱۷ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۶ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني، د ِآغاخان د پراختیایي شبکې اجرایي رییس او همغږي کوونکي ډاکټر نجم‌الدین نجم او عبدالضیاء نوري، د یاد بنسټ د اجرایي رییس له مرستیال سره وکتل.
په دې لیدنه کې دواړو لوریو د آغاخان پراختیایي شبکې د فعالیتونو په اړه چې په د کرنې، مالدارۍ او اوبولګولو برخو کې تر سره کېږي، خبرې وکړې. د شبکې اجرائیه رییس څرګنده کړه، چې دوی د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې د کرنې، مالدارۍ، خوړو خوندیتوب، تاریخي آثارو د بیارغونې او ساتنې، روغتیا، مخابراتو او خیریه چارو په برخو کې فعالیت لري او هڅه روانه ده، چې دا خدمتونه لا پراخ شي.
په پای کې، د کرنې وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال د آغاخان پراختیایي شبکې له چوپړتیاوو مننه وکړه او ټینګار یې وکړ چې دوی دې په خپلو فعالیتونو کې موثریت، شفافیت او کیفیت ته ځانګړې پاملرنه وکړي.


دیدار معین زراعت و مالداری با رئیس اجرایی بنیاد آغاخان 
۲۵ ثور ۱۴۰۴ هـ.ش
مولوی صدراعظم عثمانی، معین زراعت و مالداری وزارت زراعت، آبیاری و مالداری، با داکتر نجم‌الدین نجم، رئیس اجرایی و هماهنگ‌کننده شبکه انکشافی آغاخان، و عبدالضیاء نوری، معاون اجرایی این نهاد، دیدار کرد.
در این دیدار، دو طرف پیرامون فعالیت‌های شبکه انکشافی آغاخان در بخش‌های زراعت، مالداری و آبیاری گفت‌وگو نمودند. رئیس اجرایی این شبکه گفت که آنان در ولایت‌های مختلف افغانستان در زمینه انکشاف زراعت، مالداری، مصوونیت غذایی، احیا و حفاظت آثار تاریخی، صحت، مخابرات و امور خیریه فعالیت دارند و تلاش می‌شود این خدمات در آینده گسترش یابد.
در پایان، معین زراعت و مالداری از خدمات شبکه انکشافی آغاخان در بخش‌های مختلف کشور قدردانی کرد و بر حفظ موثریت، شفافیت و کیفیت در فعالیت‌های آنان تأکید ورزید.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۴ - ۸:۴۱
Background image

د پراختیایي پروژو پلي کولو کې پر همغږۍ، روڼتیا او کیفیت د کرنې وزارت ټینګار

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اوبولګولو او قدرتي سرچینو مرستیال مولوي بازمحمد فیضان په مشرۍ غونډه ترسره شوه، چې پکې د اوبولګولو او قدرتي سرچینو لوی رییس، سلاکارانو او د افغان اېډ. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲ - ۱۵:۴
Background image

د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت او قراردادي شرکتونو ترمنځ د همغږۍ غونډه؛ د ستونزو پر حل او مالي مکلفیتونو د پوره کولو ټینګار وشو

۲ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۷ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت اجرائیوي رییس، سید محمد نعیم محمدي، د هډې فارم له قراردادي کرنیزو شرکتونو د استازو سره د همغږۍ، همکارۍ او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲ - ۱۰:۱۷
Background image

فراشغان ولسوالی ته د لغمان د کرنې رییس سفر

۲ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۷ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د لغمان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي سلیمان ایمن په داسې حال کې، چې د قدرتي زیرمو آمر مولوي ګل رسول زبیر، د کرنې متخصص او. . .

بازگشت