د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر هند ته ولاړ

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۱۶ - ۱۰:۴۱
وزیر زراعت، آبیاری و مالداری عازم هند شد

۱۶ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۱ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د افغانستان اسلامي امارت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر، مولوي عطاءالله عمري، د یوه رسمي پلاوي په مشرۍ د کرنې او مالدارۍ په برخو کې له هند سره د دوه‌اړخیزو همکاریو د پراختیا په موخه دغه هېواد ته ولاړ.
دغه سفر د کرنې، اوبو لګولو، مالدارۍ، د کرنیزو محصولاتو د صادراتو او وارداتو، د تجربو د تبادلې او همدارنګه د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ په برخو کې د هند له بریالیو تجربو او لاسته راوړنو څخه د ګټې اخیستنې په موخه ترسره کېږي.
ټاکل شوې ده، چې مولوي عطاءالله عمري به د دغه سفر په ترڅ کې د هند د کرنې او بزګرانو د هوساینې وزارت له مسؤلینو، د هغه هېواد له یو شمېر لوړپوړو چارواکو او د خصوصي سکټور له استازو سره وګوري او خبرې اترې وکړي.
په دغو لیدنو کې به دواړه لوري د دوه‌اړخیزو همکاریو د پراختیا، د کرنیزو اړیکو د پیاوړتیا، د تجربو د تبادلې، د نوې کرنیزې ټکنالوژۍ د معرفي کولو، د مالدارۍ سکټور د پیاوړتیا او همدارنګه د کرنیزو محصولاتو د صادراتو او وارداتو په برخه کې د همکاریو د زیاتوالي په اړه بحث او د نظرونو تبادله وکړي.
همدارنګه، د دغه سفر په ترڅ کې به د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت پلاوی د هند له یو شمېر کرنیزو مرکزونو او پروګرامونو څخه هم لیدنه وکړي، څو د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ په برخو کې د دغه هېواد له بریالیو تجربو او عصري ټکنالوژیو څخه ګټه پورته کړي.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۷ - ۹:۱۰
Background image

د ننګرهار وادي کرنيزامارتي شرکت او سرې مياشتې ترمنځ د بې‌سرپرسته هېوادوالو لپاره د دارالمجانين د جوړېدو پر پروژې همغږي وشوه

۱۷ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۲ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د ننګرهار وادي کرنيزامارتي شرکت اجرائيوي رییس، سېد محمد نعيم محمدي، د خپل کار په دفتر کې د سرې مياشتې د ختیځ زون د همغږۍ له رییس مولوي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۷ - ۸:۲۹
Background image

ننګرهار کې پر یوشمېر بزګرانو د اصلاح شويو جوارو تخم او کیمیاوي سرې ووېشل شوې

۱۷ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۲ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست تر چتر لاندې، د کورډیډ مؤسسې په مالي ملاتړ او د افغانستان د کلیو د بیاودانولو مؤسسې«اراراې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۱۶ - ۱۲:۴۶
Background image

کندهار کې د کانګو ناروغۍ د مخنیوي پراخ کمپاین؛ ۱۰۰ زره څاروي واکسین او ۴۵۰۰ فارمونه درمل‌پاشي شول

۱۶ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۱ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌ای‌او» په همکارۍ د کانګو وژونکې ناروغۍ د. . .

بازگشت