د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر د خواخوږۍ پیغام

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۲ - ۱۱:۳۶
پیام تسلیت وزیر زراعت، آبیاری و مالداری

اِنّا لِلّهِ وَ اِنّا اِلَیهِ راجِعون
په ډېرې خواشینۍ او ژور خپګان سره مې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د مالي او اداري مرستیال الحاج ملا آغا جان آخند «حاجي سالم» د مړینې خبر ترلاسه کړ. مرحوم یو غوره مجاهد او له رښتینو، هڅاندو او د هېواد خدمتګارو څېرو څخه و، چې د سپېڅلي جهاد په دوره کې یې ستر خدمات ترسره کړل او همدارنګه د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت کې د خپلې دندې پر مهال یې د هېواد د کرنې او مالدارۍ سکتور ته ارزښتمن خدمتونه وړاندې وکړل.
زه د مرحوم درنې کورنۍ، دوستانو، همکارانو او خپلوانو ته خپله ژوره خواخوږي او تسلیت وړاندې کوم. له لوی خدای (ج) څخه د مرحوم لپاره د مغفرت او د پاتې شوو لپاره  جمیل صبر او ستر اجر غواړم.
الحاج مولوي عطاءالله عمري
د افغانستان اسلامي امارت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۲ - ۱۱:۳۶
Background image

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر د خواخوږۍ پیغام

اِنّا لِلّهِ وَ اِنّا اِلَیهِ راجِعون
په ډېرې خواشینۍ او ژور خپګان سره مې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د مالي او اداري مرستیال الحاج ملا آغا جان آخند «حاجي سالم» د مړینې خبر. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۲ - ۹:۴۷
Background image

د خوراکي توکو په برخه کې د افغانستان او ازبیکستان د متشبثینو ترمنځ د سوداګریزو قراردادونو لاسلیک

د ازبیکستان پلاوی د هغه هېواد د کرنې وزارت د مرستیال جمشید عبدوذوکروف په مشرۍ، چې د خصوصي سکتور د استازو او دولتي چارواکو په ملتیا افغانستان ته راغلی و، د خپلو کاري لېدنو په پای کې د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۲ - ۹:۳۹
Background image

د کرنې وزارت د سټراټیژیکو زېرمو رییس د سرپل دکرنې رییس او اړوندو چارواکو سره وکتل

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت پلاوی سرپل ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د ددې ولایت د کرنې ریاست له مسؤلینو سره ناسته ترسره کړه.
یاد پلاوی چې مشري یې د وزارت د سټراټیژیکو زېرمو رییس. . .

بازگشت