د کابل سروبي کې د مېوه لرونکو ونو خوندیتوب په پار هڅې

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۱/۱۶ - ۹:۴۳
د کابل سروبي کې د مېوه لرونکو ونو خوندیتوب په پار هڅې

۱۶ سلواغه ۱۴۰۳ه‍.ش
۵ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۶ه‍.ق
دکابل دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست ددې ولایت د سروبي په ولسوالی کې د مېوه لرونکو ونو د خوندیتوب په پار د ونو ښاخبري او پر ونو د مالګې او فنګس وژونکي درمل کارولو چارې پیل کړي دي.
د سروبي دکرنې ادارې چارواکي وایي، چې ددې ادارې دکرنیزو چارو کارکوونکو په دې ولسوالی کې د زردالو د ونو اونورو زینتې بوټو دښاخ بُرې او ورسره په څنګ کي د ونو دتنو رنګ کول دچونې ، مالګې اوفنګس وژونکې دوا په ګډولو سره د ونو رنګ کولو چارې پیل کړي دي، چې ورسره ونې  له فنګسې ناروغیوڅخه خوندي کېږي.
باید وویل شي، چې دکرنې وزارت د هېواد په کچه د مېوه لرونکو او بې مېوې ونو د خوندیتوب په پار هلې ځلې کوي، چې په ترڅ کې یې ونې او نیالګي له افتونو او ناروغیو خوندي کېږي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۶ - ۱۳:۱۵
Background image

د کرنې وزارت د اراضۍ رياست له‌خوا ارشاد، حج او اوقافو وزارت ته ځمکه ولېږدول شوه 

۱۶ سلواغه ۱۴۰۴ه‍.ش
۱۷ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اراضۍ ریاست د استملاک او بيا مېشتېدنې رياست کې جوړه شوې غونډه کې، چې د استملاک او بيا مېشتېدنې رييس. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۶ - ۱۳:۱۳
Background image

د کندز ولایت د چهاردرې ولسوالی کې د مچیو پالنې تجهیزاتو وېش

۱۶ سلواغه ۱۴۰۴ه‍.ش
۱۷ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندز دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د ډاکار دفتر په همکارۍ ددې ولایت د چهاردرې ولسوالی پر یوشمېر مچیو پالونکو د مچیو پالنې اړین. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۶ - ۱۳:۱۲
Background image

د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال ته د عشر او زکات لوی ریاست او د کارکوونکو چارو ریاست د فعالیتونو راپور وړاندې شو

۱۶ سلواغه ۱۴۰۴ه‍.ش
۱۷ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د عشر او زکات لوی ریاست او د کارکوونکو چارو ریاست کارکوونکو، د جلا جلا ناستو پر مهال، د ۱۴۰۴ کال. . .

بازگشت