د چکډېمونو اغېزمنه پایله؛ د اوبو زېرمه او د سېلابونو مخنیوی

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۱ - ۱۴:۴۰
نتایج مؤثر چک‌دم‌ها؛ ذخیره آب و جلوگیری از سیلاب‌ها

۱۱ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۳ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د هېواد په کچه د اوبو د مدیریت او طبیعي سرچینو د ساتنې په موخه، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت له لوري په بېلابېلو ولایتونو کې د چکډېمونو جوړولو ته پراخ پام شوی، څو د باراني اوبو زېرمه، د ځمکې لاندې اوبو تغذیه او د سېلابونو مخنیوی یقیني شي.
په همدې لړ کې، د کندهار ولایت د کرنې ریاست د قدرتي سرچینو آمریت انجنیرۍ ټیم او کرنیزو متخصصینو د دې ولایت د خاکریز ولسوالی د غبرګیانو چکډېم، ورپسې د نېش ولسوالی د میانکو نوي جوړ شوی پارچاوې او سربند، او همدارنګه په وروستي کې د صداقت بازار سیمې چکډېم له نږدې واروزل.
د وروستیو اورښتونو له امله، په دغو چکډېمونو کې د پام وړ اوبه زېرمه شوې دي، چې له یوې خوا یې د سېلابونو مخه نیولې او له بلې خوا یې د اوبو د کمښت ستونزې ته عملي حل وړاندې کړی دی. دا چاره د اوبو د اغېزمن مدیریت او د کرنیزو فعالیتونو د ملاتړ په برخه کې مهم پرمختګ بلل کېږي.
د سیمې اوسېدونکو د دغو پروژو له پلي کېدو خوښي څرګنده کړې او ویې ویل، چې د چکډېمونو جوړول نه یوازې د سېلابونو زیانونه کم کړي، بلکې د کرنې لپاره یې د اوبو د برابرولو زمینه هم برابره کړې ده. هغوی د اړوندو ادارو څخه غوښتنه کړې، چې د اوبو د مدیریت په برخه کې ورته نورې ورته پروژې هم پلي کړي.
د یادونې وړ ده، چې یاد چکډېمونه څه باندې دوه کاله وړاندې د اسلامي امارت د پراختیایي بودیجې پرمټ جوړ شوي دي.
کارپوهان په دې باور دي، چې د چکډېمونو جوړول کولی شي د اقلیمي بدلونونو منفي اغېزې راکمې کړي، د ځمکې لاندې اوبو کچه لوړه کړي او د کلیوالو اقتصاد په پیاوړتیا کې مهم رول ولوبوي.


نتایج مؤثر چک‌دم‌ها؛ ذخیره آب و جلوگیری از سیلاب‌ها
۱۱ حمل ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۳ شوال المکرم ۱۴۴۷ هـ.ق
به‌منظور مدیریت آب و حفاظت از منابع طبیعی در سطح کشور، وزارت زراعت، آبیاری و مالداری به ایجاد چک‌دم‌ها در ولایت‌های مختلف توجه گسترده‌ای نموده است تا ذخیره آب‌های بارانی، تغذیه آب‌های زیرزمینی و جلوگیری از سیلاب‌ها تأمین گردد.
در همین راستا، تیم انجنیری آمریت منابع طبیعی ریاست زراعت ولایت قندهار همراه با متخصصین زراعتی، از چک‌دم غبرگیان در ولسوالی خاکریز، سپس از پارچاوه و سربند تازه‌ساخت در ولسوالی نېش، و در اخیر از چک‌دم ساحه صداقت بازار این ولایت بازدید نمودند.
در اثر بارندگی‌های اخیر، مقدار قابل توجهی آب در این چک‌دم‌ها ذخیره شده است که از یک‌سو مانع وقوع سیلاب‌ها گردیده و از سوی دیگر، راه‌حل عملی برای کمبود آب فراهم کرده است. این اقدام، پیشرفت مهمی در راستای مدیریت مؤثر آب و حمایت از فعالیت‌های زراعتی محسوب می‌شود.
باشندگان محل از تطبیق این پروژه‌ها ابراز خرسندی نموده و اظهار داشتند که ایجاد چک‌دم‌ها نه تنها خسارات ناشی از سیلاب‌ها را کاهش داده، بلکه زمینه تأمین آب برای زراعت را نیز فراهم کرده است. آنان از ادارات مربوطه خواستند تا پروژه‌های مشابه بیشتری را در بخش مدیریت آب تطبیق نمایند.
قابل ذکر است که این چک‌دم‌ها بیش از دو سال پیش با استفاده از بودجه انکشافی امارت اسلامی ساخته شده‌اند.
کارشناسان باور دارند که ایجاد چک‌دم‌ها می‌تواند اثرات منفی تغییرات اقلیمی را کاهش داده، سطح آب‌های زیرزمینی را بالا برده و در تقویت اقتصاد روستایی نقش مهمی ایفا نماید.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۷:۳۵
Background image

د کندهار تخته‌پل کې د ۲.۷ میلیونه افغانیو په ارزښت د اوبو زېرمه کولو چکډېم ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

۲۵ برګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۹ ذُوالحجّة ۱۴۴۷ هـ.ق
د اوبو د سرچینو د پیاوړتیا، د باراني اوبو د مهارولو او د کرنیزو او مالدارۍ فعالیتونو د ملاتړ په موخه، د کندهار ولایت د تخته‌پل ولسوالی په. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۷:۳۴
Background image

ننګرهار کې بزګرانو ته د ناروغیو مخنیوي اوبڼونو ښه مدیریت په موخه روزنه ورکړل شوه

۲۵ برګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۹ ذُوالحجّة ۱۴۴۷ هـ.ق                                                                  
 د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د کوټ، لعلپورې، کوزکونړ. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۷:۳۳
Background image

دمیدان وردګو ولایت په چک ولسوالی کې دبروسلوز ناروغۍ دمخنوي په موخه دواکسین کمپاین پیل شو

۲۵ برګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۹ ذُوالحجّة ۱۴۴۷ هـ.ق
دمیدان وردګو ولایت دچک ولسوالی کې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په مالي ملاتړ  دمسؤلو کسانو په هماهنګۍ د حیوانی محرقې. . .

بازگشت